تالقان (پژواک ٥ کب ٩٣): د تخار سيمه ييز چارواکي وايي، د تاجکستان امنيتي ځواکونو د امو سيند پورې غاړه، يو افغان قاچاق وړونکی وژلی او مړی يې افغان سرحدي پوليسو ته سپارلی دی.
د دغه ولايت د سرپرست والي وياند سنت الله تېمور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د چاه اب ولسوالۍ په سمتي سيمه کې، درې قاچاق وړونکي د تل په مټ، له امو سيند څخه تاجکستان لور ته اوښتي وو، چې د هغه هېواد سرحدي پوليسو پرې ډزې کړې دي.
ده زياته کړه، په دې ډزو کې يو افغان قاچاق وړونکی وژل شوی او دوه ملګري يې بېرته را تښتېدلي دي.
د هغه په وينا، د تاجکستان سرحدي پوليسو له دغه قاچاق وړونکي څخه ۸۰ کيلوګرامه ترياک او دوه کلاشينکوفونه هم تر لاسه کړي دي.
نوموړى وايي، د دغه قاچاق وړونکی مړی، نن سهار د افغان سرحدي پوليسو له لوري خپلې کورنۍ ته سپارل شوی، چې نن تر غرمې وروسته خاورو ته سپارل شوى دى.
د تخار د سرپرست والي وياند زياتوي، چې پوليسو د پېښې په اړوند څېړنې پيل کړې دي؛ دغه راز هغه دوه کسه را تښتېدلي قاچاق وړونکي هم د پوليسو تر څارنې لاندې دي، چې ونيول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په روان کال کې د افغانستان او تاجکستان په اوبيزه پوله کې، لس افغان قاچاق وړونکي، د هغه هېواد د سرحدي پوليسو له لوري وژل شوي او مړي يې افغان سرحدي پوليسو ته سپارل شوي دي.