کلات ( پژواک، ١٢ کب ٩٣ ) : د زابل امنيتي چارواکي وايي چې د پوليسو د يوه کشفي راپور له مخې يې له وسلو ډک يو موټر ترلاسه کړى دى.
د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ ليوني دکب په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا وسلې نن سهار وخته په شاوخوا څلورو بجو د ولايت د مرکز کلات ښار اړونده د خرواريانو د زنځير پوستې په تالاشۍ کې ترلاسه شوې دي.
هغه زياته کړه، چې پوليسو د يوه پخواني کشفي راپور په اساس يو مازدا موټر تلاشي کړ او لسګونه ميله وسلې يې ترې ترلاسه کړې .
د روغ ليوني په وينا، له ياد موټر څخه ٧٩ ميله کلاشينکوفونه له شاجرونو سره ترلاسه شوي او ورسره په تړاو يوتن نيول شوى دى.
امنيه قوماندان وايي چې يادې وسلې د کابل له چهاراسياب ولسوالۍ څخه کندهار ولايت ته لېـږدول کېدې.
د يادونې ده چې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې هم ددغه ولايت پوليسو په شاجوى ولسوالۍ کې له وسلو ډک يو موټر ترلاسه کړى و.
ځايي چارواکو هغه مهال ويلي وو، چې له دې موټر څخه ۵ ميله پيکا، ۱۸۰ ميله کلاشينکوفونه، ۲ ميله دهشکې، تر ۵۰ پايې زياتې مخابرې، زرګونه مرمۍ او نور زيات مهمات ترلاسه شوي و .
دوى ويلي وو، چې دغه وسلې له کندهار ولايت څخه غزني ته لېږدول کېدې ، خو دا چې په کومې وسله والې ډلې پورې يې تړاو درلود، معلومه نه وه.
په شاجوى کې له وسلو څخه د ډک موټر تر نيول کېدو وروسته وسله والو مخالفينو په دغه ولايت کې د سپرليو له يوه ٣٠٣ موټر څخه ٣١ تنه مسافر ښکته او بيا وتښتول .
ويل کېږي، چې تښتوونکو د تښتول شويو کسانو د خوشې کېدو په بدل کې په شاجوى کې د پوليسو له خوا نيول شوې وسلې غوښتي، خو تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويل شوي.