دا راپور واورئ
۰:۰۰ / ۱:۰۰
چاريکار (پژواک ١٧ کب ٩٣): د پروان چارواکي وايي چې د سالنګ لويه لاره له دېرشو ساعتونو بندښت وروسته د ترافيکو پرمخ خلاصه شوه.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې مشر ډګرجنرال محمد رجب، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا لاره نن مازيګر شاوخوا پنځه بجې د مسافرو او بار وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه.
هغه وويل، په شمالي او سوېلي سالنګ کې کابو ٢٨ ځايه واورې ښويېدلې وې چې د سالنګونو د ساتنې ادارې د سختو هڅو په لړ کې پر سړک پرتې واورې پاکې شوې او موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوه.
سالنګ د افغانستان له مهمو لارو ګڼل کېږي چې شمالي ولايتونه له کابل سره نښلوي. دا لاره دوه ورځې وړاندې د واورې د توپان له امله بنده شوې وه.










