Language

باوري : امارات دې  د خوست پوهنتون ستونزې هوارې کړي

خوست ښار ( پژواک، ٢٠ کب ٩٣ ) : د خوست د شيخ زايد پوهنتون رييس وايي، چې که څه هم پوهنتون يې د پرمختګ په حال کې دی، خو په ځينو برخو کې د جدي ستونزو د هواري لپاره د بسپنه ورکوونکو ادارو دوامداره همکاريو ته اړتيا لري.

لرغونپوه محمد رسول باوري دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې او ويې ويل چې په علمي، اداري او ساختماني برخو کې له يو لړ جدي ننګونو سره مخ دي.

باوري زياته کړه، چې که د پوهنتون اوسنۍ ستونزې نړيوال مرسته کوونکي سازمانونه او يا هېوادونه هوارې نه کړي، فکر نه کوي، چې د افغانستان دولت يې د حل وس ولري.

نوموړي په دې برخه کې د متحده عربي اماراتو رول ډېر مهم وباله او ويې ويل، لکه څنګه يې  چې د پوهنتون ودانۍ جوړې کړې، همدا ډول که وغواړي، د شته ستونزو په هواري او د اسانتياوو په رامنځته کولو کې هم پوره همکاري کولی شي.

ياد پوهنتون ۱۶ تدريسي او د ليليې ودانۍ لري، چې د متحده عربي اماراتو له لوري د افغانستان په ځانګړي ډول د خوست خلکو ته د يوې ډالۍ په ډول د ۱۵ ميليونو امريکايي ډالرو په لګښت جوړې شوې دي.

له همدې امله د پوهنتون رييس په ټينګار سره له متحده عربي اماراتو په کلکه غوښتنه وکړه، چې شيخ زايد پوهنتون د خپل هېواد يو علمي مرکز وګڼي او پر هغو اسانتياوو يې سمبال کړي، چې خپلو پوهنتونونو ته يې برابرې کړې دي.

هغه زياته کړه، که ياد هېواد له دې پوهنتون سره پراخې او دوامدارې همکارۍ وکړي، هيله من دي، چې دا پوهنتون به نه يواځې د افغانستان، بلکې د سيمې د هېوادونو  په کچه پر يوه ستر علمي مرکز بدل شي.

پرمختګ او اسانتياوې:

باوري وايي، دې پوهنتون د فعاليت له پيل څخه بيا ترننه په علمي او تخنيکي برخو کې د توقع خلاف زيات پرمختګ کړی او له همدې امله د هېواد په کچه د پوهنتونونو په کتار کې نهم ځای لري.

نوموړي وويل، چې د پوهنتون د استادانو او اداري کارکوونکو د علمي او کاري وړتياوو د لوړاوي لپاره يې علمي کنفرانسونه، سيمينارونه، ورکشاپونه او نور بېلابېل پروګرامونه جوړ کړي او لاهم روان دي.

هغه زياته کړه، چې په همدې لړ کې د طب، انجينري، اقتصاد، کرنې، ژورناليزم او د ځينو نورو پوهنځيو ګڼ شمېر استادان بهرنيو هېوادونو ته د دوکتورا او ماسټرۍ په کچه په تحصيلي بورسونو لېږل شوي دي.

نوموړي وويل: (( لس استادان په افغانستان او ۲۸ نور په جاپان، تايلېنډ، هندوستان، ماليزيا، چين، ازبکستان، ترکيه او جرمني هېوادونو کې د ماسټرۍ او يو هغه يې په تاجکستان کې د دوکتورا په کچه زده کړې کوي.))

د پوهنتون رييس همدارنګه وويل، چې د خپلې ادارې په ملاتړ او هلو ځلو سره يې د يو شمېر مرسته کوونکو ادارو مرستې راجلب او ټول پوهنځي يې پر انټرنټي خدماتو سربېره پر ځينو نورو اړينو اسانتياوو سمبال کړي دي.

هغه زياته کړه: ((لابراتوارونه، کمپيوټر لېبونه، کتابتونونه، اېف ايم راډيو، تحقيقاتي فارم، شنې خونې او ځينې نور اړين وسايل هغه څه دي، چې تر يوه بريده يې د پوهنتون ستونزې هوارې کړې دي.))

نوموړی دغه راز وايي، چې پوهنتون يو عمومي کتابتون هم لري او تر ۵۰ زرو زيات بېلابېل ډوله کتابونه په کې ځای پرځای شوي، چې تر يوه بريده يې له استادانو او محصلينو سره د معلوماتو په بډاينه کې مرسته کړې.

باوري زياته کړه، دا ټول هغه څه دي، چې د پوهنتون د ظرفيت په لوړاوي کې يې ډېره مرسته کړې، خو بسنه نه کوي، ځکه کال په کال د پوهنتون اړتياوې زياتېږي او اوس هم له يو لړ جدي ستونزو سره مخ دي.

ستونزې او اړتياوې:

شيخ زايد پوهنتون دا مهال په ۱۶ پوهنځيو کې په درې بېلابېلو وختونو کې د ۹ زرو محصلينو لپاره ټولټال ۲۳۵ استادان لري، خو د پوهنتون رييس وايي، چې د استادانو شمېر کم او ټولو تدريسي ساعتونو ته رسيدګي نه شي کولی.

رييس محمدرسول باوري زياتوي، چې د دې ستونزې د هواري او دغه راز د پوهنتون د علمي وړتيا د لوړاوي لپاره په راتلونکو پنځو کلونو کې ۴۱۰ علمي کدرونو ته اړتيا لېدل کېږي.

همدارنګه نوموړي د تخنيکي ستونزو په لړ کې د پوهنتون اوسنۍ جنراتوري برېښنا په نشت حساب کړه او ويې ويل، چې له امله يې زياتره وخت اداري او تدريسي چارې له ځنډ سره مخ کېږي.

هغه زياته کړه: ((د دې لپاره، چې د پوهنتون ټولې اداري او تدريسي چارې پرته له کوم ځنډ څخه په منظم ډول پرمخ لاړې شي، پر دايمي جنتراتوري برېښنا سربېره، لمريزې برېښنا ته هم جدي اړتيا لرو.))

باوري همدارنګه وويل، سره له دې چې ۹ زره محصلينو ته په درې بېلابېلو وختونو کې تدريس ورکول کېږي، خو بيا هم د پوهنتون اوسنۍ ۸ تدريسي ودانۍ د يادو ټولو محصلينو د ځايولو وړتيا نه لري.

هغه وايي ، د دې لپاره  چې ټول محصلين په ارامه توګه خپل تحصيل مخته يوسي، لږ تر لږه  ۸ نورو تدريسي ودانيو او دغه راز د مامورينو لپاره يوې اداري ودانۍ ته اړتيا لري.

د پوهنتون رييس وويل چې د غونډو يو لوی تالار، د ورزش لپاره يو مجهز جمنازيوم او د بهرنيو او کورنيو ميلمنو د شپې پاتې کېدو لپاره پر اړينو وسايلو د سمبالو ودانيو جوړول هم د دوی له بنسټيزو اړتياوو ګڼل کېږي.

هغه د طب پوهنځي د تدريسي روغتون فعالول هم ډېر مهم وبلل، چې څلور کاله وړاندې يې ودانۍ جوړه شوې، خو د طبي وسايلو د نه شتون له امله يې د ياد پوهنځي محصلين له عملي زده کړو بې برخې دي.

نوموړى وايي، چې که دغه تدريسي روغتون فعال شي، هم به محصلين عملي طبي زده کړې وکړي او هم به د دې ولايت د ناروغانو د درملنې په برخه کې تر يوه بريده اسانتياوې برابرې شي.

د شيخ زايد پوهنتون رييس محمد رسول باوري د يادو ستونزو د هواري او د اړتياوو د پوره کولو په برخه کې د نورو نړيوالو مرسته کوونکو سازمانونو ترڅنګ د متحده عربي اماراتو پر دوامدارو همکاريو ټينګار کوي.

له نړيوالو پوهنتونونو سره اړيکې:

د دې پوهنتون د ادارې او تجارت، ژورناليزم او کرنې پوهنځي د پرمختګ لپاره د المان هېواد د بوخم، د امريکا متحده ايالاتو د بال سټېټ او د سوېلي کوريا د سيول د پوهنتونونو له همکاريو برخمن دي.

 

د شيخ زايد پوهنتون رييس زياته کړه، چې د خپلو علمي کدرونو د وړتياوو د لوړولو لپاره تر ټولو مهمه دا ده، چې له يو شمېر نورو نړيوالو پوهنتونونو سره هم د همکارۍ تړونونه او اړيکې ولري.

نوموړي له متحده عربي اماراتو وغوښتل، سربېره پر دې، چې د خوست شيخ زايد پوهنتون د خپل هېواد د پرمختللو علمي مرکزونو له همکارۍ برخمن کړي، د نړۍ له وتلو پوهنتونونو سره دې هم د دوی اړيکې ټينګې کړي.

په همدې حال کې محمدرسول باوري اندېښنه څرګنده کړه، چې که متحده عربي امارات د ياد پوهنتون د ستونزو په هواري او د اړتياوو په پوره کولو کې مرسته ونه کړي، ښايي پوهنتون د بحران خوا ته لاړ شي.

Related Topics