منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۳ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

ملي پوليسو په سېلاب کې ١٨ بند شوي مسافر ژغورلي دي

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۰ کتنې

هرات (پژواک ٢٠ کب ٩٣): د هېواد ملي پوليسو، د هرات ولايت په کرخ ولسوالۍ کې د يوه موټر ١٨ مسافر چې په سېلاب کې بند پاتې وو، ژغورلي دي.

د هرات امنيه قوماندانۍ سرپرست پاسوال عبدالمجيد روزي وويل چې دغه مسافر پرون شپه له غور ولايت څخه د هرات پر لوري روان و، چې د هرات ولايت د کرخ ولسوالۍ په رود پاشتان سيمه کې په سېلاب کې بند پاتې شول.

د روزي په وينا، دغه مسافر د لويو لارو د ساتنې ملي پوليسو له لوري ژغورل شوي او کوم مسافر ته زيان نه دى اوښتى، چې ټول کسان په خوندي ډول هرات ته لېږدول شوي دي.

روزي په دې ټينګار وکړ، چې د هرات اوسېدونکي بايد په دا ډول حالاتو کې له پوليسو سره په اړيکه کې شي.

دغه کسان په داسې حال کې ژغورل کېږي، چې موده وړاندې له سلو زيات کسان چې د بادغيس ولايت په بند سبزک سيمه کې د واورې ښوييدو په پېښه کې بند پاتې شوي و، د ملي اردو ځواکونو له لوري ژغورل شوي و.