منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۷ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

روان کال د الکولي او نشه يي توکو په تړاو له ٧٠٠ زيات کسان نيول شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۵۰ کتنې

کابل (پژواک ٢٦ کب ٩٣): سږ کال د ټول هېواد په کچه ٢٤زره لېټره الکولي مشروبات او ١٣زره ټنه نور نشه يي توکي کشف او تر لاسه شوي، چې په تړاو يې له ٧٠٠ څخه زيات کسان نيول شوي دي.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د ځانګړې څارنوالۍ عمومي مشر يارمحمد حسين خېل، نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د سږ کال په اوږدو کې د دغه مرکز د پوليسو د څېړنې او پلټنې مديريت ته ٧١٢ قضيې راوړل شوې، چې له دې ډلې يې ١١٢ قضيې په تېر کال پورې تړاو لري او پاتې نورې ټولې سږنۍ دي.

هغه زياته کړه چې يادې قضيې له څېړنو وروسته، اړوندو محکمو ته سپارل شوې، چې محکمو يې د ډېرو په اړه پرېکړې هم تر سره کړې دي.

د هغه په وينا، د دغو قضيو په تړاو ٧٢٩ کسان نيول شوي، چې له ډلې يې درې کسان د کاناډا، ايران او ترکيې هېوادونو، شل نورې يې بيا ښځې او ١٨ يې د ملي پوليسو او د اردو کارکوونکو په ګډون د عامه خدمتونو او ملکي او دولتي ادارو کارکوونکي دي.

د حسين خېل د معلوماتو پر بنسټ، د يادو قضيو په تړاو له يوه ټن څخه زيات هيرويين، نيم ټن مورفين، له شپږو ټنو زيات ترياک، يو نيم ټن چرس، له درېيو ټنو زيات جامد او اوبلن کيمياوي توکي او له ٢٤زره لېټره زيات الکولي مشروبات تر لاسه شوي دي.

هغه دغه راز څرګنده کړه، چې له يادو قاچاق وړونکو څخه ١١٤ بېلابېل ډول موټرونه او ٤٣٧ سيټ موبايلونه هم ترلاسه شوي دي.

حسين خېل زياته کړه، چې دغه مرکز ته د رارسېدلو قضيو شمېر له تېر کال سره ډېر توپير نه لري، خو تېر کال له دغه مرکز سره د ٧٠ قضيو اړوندو قضيو تورن کسان تښتېدلي دي.

هغه وويل، چې له قاچاق وړونکو څخه يوه اندازه پيسې هم ترلاسه شوي، چې په رسمي ډول پښتني بانک ته سپارل شوي او تر لاسه شوي موټر به هم د محکمو له پرېکړې وروسته مصادره شي.