Language

د خوست ښوونځيو ته ٢٠زره نوې نجونې جذبېږي

خوست (پژواک، ٤ ورى ٩٤): د خوست د پوهنې رياست چارواکي وايي چې سږ کال د مرکز او ولسواليو په ښوونځيو کې د ۲۰ زره نجونو په جذبولو سره غواړي، د پوهنې بهير نور هم پراخ او ګړندی کړي.

يادې څرګندونې د دغه ولايت د پوهنې رييس انجنير بخت نور بختيار له پژواک خبري اژانس سره د نوي ښوونيز کال د پيل په درشل کې د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه، د جوماتونو ملا امامانو او قومي مشرانو په مرسته يې د عامه پوهاوي په پايله کې خلک هڅولي چې خپلې لوڼې او خويندې د زده کړو او روښانه راتلونکي لپاره نږدې ښوونځيو ته ولېږي.

نوموړي وويل، ښوونځيو ته يادې ۲۰ زره نوې جذبېدونکې نجونې د هغو ۶۰ زره هلکانو او نجونو د هدف يوه برخه جوړوي چې پوهنې وزارت ورته د سږ کال د جذبولو لپاره ټاکلی دی.

بختيار زياته کړه: ((موږ اوسمهال څه باندې ۱۰۰ زره نجونې په ښوونځيو کې لرو، د ۲۰ زره نوو نجونو پر جذبېدو سره به د ټولو زده کوونکو نجونو شمېر تر ۱۲۰ زره واوړي.))

انجنير بخت نور بختيار وايي، په مرکز او ولسواليو کې د ښځينه زده کوونکو لپاره ۷۲ ښوونځي فعال دي او په دې برخه کې هيڅ کوم تړلی ښوونځی نه لري.

نوموړي وويل: ((په يادو ۷۲ ښوونځيو کې ۳۵ لومړني ښوونځي، ۱۸ منځني او ۱۹ هغه يې لېسې دي. په  دې ټولو ښوونځيو کې زده کړې پرته له کوم ځنډ او خنډ څخه پر مخ ځي.))

هغه دغه راز وويل چې د خوست په مرکز کې د نجونو لپاره يو کثيرالرشتوي انسټيټيوټ هم لري، چې اوسمهال په کې يواځې د ادارې او مديريت څانګه فعاله او ۳۰ محصلانې لري.

بختيار همدارنګه زياته کړه چې د نجونو د پوهنيز بهير د پراختيا لپاره په لرې پرتو کليو او بانډو کې درې او څلور کلن ټولګي پرانيزي او له زده کړو بې برخې نجونو ته د لومړنيو زده کړو زمينه برابروي.

بختيار وويل، هڅه کوي چې سږ کال د نجونو په ښوونځيو کې د ښځينه ښوونکو د نشتوالي ستونزه هم تر ډېره هوارې کړي، نارينه ښوونکي لرې او پر ځای يې ښځينه ښوونکې وګوماري.

هغه زياته کړه: ((په دې سره به د ډېرو خلکو هغه اندېښنه لرې شي چې ګواکې د نجونو په ښوونځيو کې زياتره نارينه ښوونکي تدريس ورکوي او له همدې امله نه غواړي، خپلې نجونې ښوونځيو ته ولېږي.))

د خوست د پوهنې رييس انجنير بخت نور بختيار همدارنګه تېر ۱۳۹۳ هجري لمريز کال هم د ښځينه زده کونکو د زده کړو د پراختيا په برخه کې غوره او له لاسته راوړنو ډک کال وباله.

هغه زياته کړه: ((تېرکال د يونيسکو موسسې له خوا په مرکز او شپږو ولسواليو کې شاوخوا ۱۰ زرو ښځينه وو ته د سواد زده کړې پروګرام پيل شوی، چې اوس هم دوام لري.))

هغه دغه راز وويل چې د پاملرنې او يونيسف موسسو له لوري څه باندې ۲ زره نورو نجونو ته هم په خپلو کليو کې د لومړنيو زده کړو بشپړه زمينه برابره شوې ده.

همدارنګه نوموړي زياته کړه چې د دوولسمو ټولګيو ښځينه زده کوونکو لپاره د ساينسي مضمونونو د ښه تدريس ځانګړي لنډمهاله پروګرامونه هم پيل کړي چې ډېر اغېزناک ثابت شوي دي.

په همدې ترڅ کې د پوهنې رئيس انجنير بخت نور بختيار د خوست له ټولو کورنيو غوښتنه وکړه، چې کلتوري ارزښتونو ته په پام سره خپلې لوڼې ښوونځيو ته ولېږي او د زده کړو له بهيره يې څارنه وکړي.

نوموړي دغه راز وويل چې په دغه ولايت کې د پوهنې د بهير پر وړاندې تر ټولو لويه ننګونه د ټولو ښوونځيو لپاره د کافي ودانيو نشتوالی دی، خو تر ډېره يې دغه ستونزه هواره کړې ده.

هغه زياته کړه: ((له سرپناه پرته زده کړې ستونزمنې دي، خو که چېرې وغواړو، زده کړې وکړو، نو په هر حالت کې يې کولای شو.))

دا مهال د خوست په مرکز او ولسواليو کې په ټوليز ډول تر ۴۰۰ زيات ښوونځي فعاليت کوي، چې د مسوولينو په وينا تر ۷۰ سلنه پورې ښوونځي له ودانيو برخمن شوي دي.

د پوهنې رياست د ارقامو له مخې په يادو ښوونځيو کې شاوخوا ۳۶۰ زره هلکان او نجونې پر زده کړو بوخت دي.

Related Topics