منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۲ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د نورستان لپاره د عامه نظم پوليسو کنډک منظور شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۷ کتنې

جلال اباد (پژواک،۱۰ وری ۹۴): چارواکي وايي چې د کورنيو چارو وزارت له لوري د نورستان ولايت لپاره د عامه نظم پوليسو د کنډک منظورېدل به د دغه ولايت پر امنيت ښه اغېز وکړي.

د دغه ولايت په ډېرو ولسواليو کې يواځې ملي پوليسو دندې ترسره کوي، خو په ځينو سيمو کې يې د ملي اردو دوه ټولي هم د امنيت د ټينګښت په موخه پراته دي.

په ختيځ کې د عامه نظم د دويمې لوا قوماندان مل پاسوال نصيراحمد ساپي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې د وري په پنځمه د نورستان لپاره د عامه نظم پوليسو يو کنډک منظور شوی او ډېر ژر به نورستان ته واستول شي.

ساپي زياته کړه: “د کورنيو چارو وزارت له لوري نورستان ولايت ته په همدې موخه پلاوی لېږل شوی، تر څو د دغه کنډک د څرنګوالي او د اوسېدو د ځای په تړاو له ولايتي ادارې سره سلامشورې وکړي.”

نوموړي وويل، سرتېري يې چمتو دي چې د نورستان په ولايت کې دندې ترسره کړي او د خپلو ولسونو ساتنه وکړي.

د عامه نظم د پوليسو دغه چارواکي زياته کړه: “نورستان ولايت غرنيزه سيمه ده، ونې په کې ډېرې دي او اراضي يې د دښمن په ګټه ده، نو په دغه ولايت کې د عامه نظم پوليسو د يوه کنډک تشکيل ته اړتيا وه. موږ د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ له ګُسلک سيمې د نورستان تر وايګل پورې امنيتي پوستې لرو خو اوس به هلته زموږ سرتېري بېخې ور داخل شي.”

په نورستان کې له څه مودې راهيسې د ناامنۍ جدي پېښې نه دي رامنځته شوې، خو په دې وروستيو کې چارواکي تاييدوي چې دلته د مخالفينو تحرکات زيات شوي دي.

د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقيوم پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د عامه نظم کنډک منظورېدل چې شاوخوا ٧٠٠ سرتېري به يې له مخې دغه ولايت ته راشي، پر امنيت به ښه اغېز وکړي.

نوموړي زياته کړه: “زموږ د پرله پسې غوښتنو په پاى کې د نورستان لپاره د عامه نظم پوليسو کنډک منظور شو. موږ به دا سرتېري په موقتي ډول په موقتي ځايونو کې ځای پر ځای کړو. ځينې به يې د ريزرف (ذخيره) سرتېرو په ډول وي او د پېښو پر مهال به يې سيمو ته لېږو.”

د نورستان سرپرست وويل، د دغه ولايت په يو شمېر ناامنو سيمو کې د امنيت او لارو د خونديتوب په موخه د ملي اردو د سرتېرو په ګډون د افغان ځواکونو پراخو عملياتو ته اړتيا ده.