منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۰ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

دوو ترافيکي پېښو کې ٤٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۴ کتنې

غزني، ميدانښار (پژواک، ۱۵ وری ۹۴): په ميدان وردګو او غزني ولايتونو کې د دوو ترافيکي پېښو له امله ٤٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د سرپرست والي وياند شفيق ننګ د وري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا اته نيمې  بجې د غزني  ښار د عزيز کلا په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې له کابله غزني ولايت ته روان يو مرسډيز موټر  له مخامخ موټر سره ټکر کړى  چې له امله يې څلور تنه مړه شوي او ١٦ نور ژوبل شوي دي.

دى وايي، په مړو او ټپيانو کې پنځه ښځې او څلور ماشومان هم شامل دي.

د غزني د ولايتي روغتون رييس بازمحمد همت پژواک ته وويل چې دوى ته ياد مړي او ټپيان ور وړل شوي خو د څلورو ټپيانو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ وښود.

دغه راز په ميدان وردګو ولايت کې هم ديوې ترافيکي پېښې له امله ٢٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت د سرپرست والي وياند عطاالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا ۵ بجې هغه مهال رامنځته شوې،کله چې يو فلاينکوچ موټر له باميانو څخه کابل ته روان و، چې د جلرېز ولسوالۍ د اوني کوتل په سيمه کې له سړک څخه واوښت .

نوموړي زياته کړه، چې په دغه پېښه کې د ۴ مېرمنو او دوو ماشومانو په ګډون نهه تنه مړه شوي او د دوو مېرمنو په ګډون يوولس نور ټپيان دي.

دى وايي چې ټول ټپيان کابل ته لېږدول شوي او د دوو تنو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

د يادونې ده، د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله ډېرى مهال د کابل – کندهار پر لويه لار ترافيکي پېښې رامنځته کېږي چې له امله يې هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوړي.

څو ورځې وړاندې هم د کابل- کندهار پر لويه لار د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د يوې ترافيکې پېښې له امله درې تنه ووژل شول او دوه نور ټپيان وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې