منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۰ غ.و
۹°ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د امریکا د متحده ايالاتو سفارت له خوا ماشومانو ته د کتابونو اهداء

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۰ کتنې

د ۲۰۱۵ کال د اپرېل ۶ مه نېټهد امریکا د متحده ايالاتو سفارت له خوا ماشومانو ته د کتابونو اهداء

 دوه کاله مخکې د ۲۰۱۳ کال د اپرېل د مياشتې په ۶مه نېټه د متحده ايالاتو ډيپلوماټه آن سمېډنګ-هاف د زابل ولایت د قلات په ښار کې په يوه بريد کې ووژل شوه. نن مونږ غواړو چې د آن د خدماتو او ياد د درنښت په وياړ د هغې ناتمام ماموريت افغان زده کوونکو ماشومانو ته د کتابونو په لېږلو بشپړ کړو.

په نوموړې ورځ ملکي او پوځي کارکوونکو او افغان همکارانو د آن ملګرتيا کوله، چې څلورو تنو يې په بريد کې خپل ځانونه د لاسه ورکړل او اوه تنه نور يې سخت ټپيان شول. نن ورځ مونږ د هغوي ټولو ياد او قربانۍ په درنښت يادوو چې متحده ايالاتو او افغانستان ته د خدمت په ترڅ کې يې خپل ژوند د لاسه ورکړ.

 

###

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول رسنيزې خبرتياوې