کابل، د ۱۳۹۴ کال د وري ۱۸مه: د روغتیا نړیواله ورځ نن په کابل کې " له کروندې څخه تر لوښې خپل خواړه خوندي وستائ" تر شعار لاندي ولمانځل شوه. دغه شعار د خوړو د خوندي توب په اړه د ننګونو او فرصتونو پډاګه کونکی دی. د روغتیا نړوالې ادارې نوې معلومات دا په ډاګه کوي چې د غیر خوندي خوړو څخه رامنځته شوي ناروغۍ د نړۍ په کچه یوه لویه ننګونه ده او پدې برخه کې باید سره په ګډه اقدمات ترسره شي او د خوراکي توګو د مناسب زنځيريي سیستم رامنځته شي.
غیر خوندې توکې څه د پاسه په ۲۰۰ بیلابیلې ناروغۍ رامنځته کوی، د ساري ناروغيو له جملې څخه لکه د کولرا او نورې نس ناستې ناروغۍ او د غیر ساري ناروغیو لکه د سرطاني د بیلابیلو وایرسونو د رامنځته کیدو سبب په لوړه کچه کیږي. د غیر خوندي خوړو په بیلګیو کې، د څارويو د غوښې د نیمه پاخه شوي خوړو، د ناپاکه ترکاریو او میوو، د بحری حیواناتو مسموم شوي خواړه شامیلیږي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز وویل چې د ناسالمه او غیر خوندي خوړو له امله د روغتیايي ستونوزو په شمیر کې یو ثابت زیاتوالی شتون لري. پدې برخه کې د مالي ملاتړ نشتون، د افغانستان د وکړو د تغذی او روغتیا لپاره یوه لویه ننګونه ده. مونږ د ملی او بین المللی شریکانو د ملاتړ په لټه کې یو چې د خوندي خوړو د توکو په ښوالي کې له مونږ سره همکاري وکړي.
د افغانستان لپاره د خوړو توکو نوی قانون د عدلې وزارت لخوا د تقنینی مراحلو ترڅیړنې لاندې دی او همدا راز د روغتیا ساتنې لارښود او مقررې هم د خوراکې توکو د خوندي توب او د غښتلتیا په خاطر تر کار لاندې دي. د روغتیا نړیواله اداره د عامې روغتیا وزارت سره د افغانستان لپاره د خوړو او د درملو د ادارې لپاره ملاتړ کوي څو د شپږو راتلونکي کلونو لپاره د خوړو او د درملو ادارې یو عملیاتي هدف ولري.
د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوالې ادارې استازي ډاکټر ریچارت پیپرکورن وویل چې د خوړو د خوندي توب زمونږ د هریوه د روغتیا او سلامتیا لپاره یو بنیادی شی دی. د خوړو د خوندي کولو لپاره، مونږ د عامې ورغتیا، د څارویو د روغتیا ساتنې، کرنې، سوداګری او ګنو نور سکتوري همکاریو ته اړتیا لرو څو د پدې برخه کې په مشترکه توکه اقدمات ترسره شي. د خوړو توکو د خوندی توب په سیستم کې سمون راوستل او د خوړو توکو د قوانینو پلي کول د عامې روغتیا په اجنداوو کې باید لومړی ځای ولري.
عام وکړي د خوړو د توکو د خوندي توب د فرهنک په رواجولو کې مهم رول لوبولې وشي. د خوراکي توکو د روغتیا ساتنې او د ځانګړو خوړو د پخولو په زدکړو کې د خوړو د توکو په برابرولو او رانیولو پر مهال د لیبل او یا د نښې په لوستولو کې عام وکړي باید زیاته پاملرنه وکړي. د خوړو د لازیاتې د خوندې ساتنې لپاره، د روغتیا نړیوالې ادارې پنځه اساسي ټکې معرفی کړي دي. په دغو اساسي ټکو کې د خوراکي توکو پاکه ساتنه، او د خوراکي خامو او پخو توکو جلا جلا ساتنه، د خوراکي توکو بشپړه پخونه، په مناسب حرارت کې د خوړو ساتنه او پاکو ابو او اولیه توکو څخه سالمه استفاده کول شاملیږي.
###
د لازیاتو معلوماتو لپاره:
د عامې روغتیا وزارت د عامه اړیکو مسئول محمد اسمعیل، سره اړیکه ونیسئ. مبایل: +93792888855 ایمیل: [email protected]
او یا د روغتیا نړیوالې ادارې د عامه اړیکو مسئولې میرمن سینی روما، سره اړیکه ونیسئ. مبایل: +93 78 220 0354










