منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۵ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ترافيکي پېښه کې اته کسان مړه شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۹۲ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ٢٢ ورى ٩٤): د هلمند چارواکي وايي چې د واشير ولسوالۍ اړوند د کابل—هرات پر لويه لاره په ترافيکي پېښه کې اته کسان مړه شوي دي.

د واشير ولسوال ايوب عمر عمري وايي چې دا پېښه نن ١١ بجې د ټونس او ټېلر موټرو تر منځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د عمري د معلوماتو له مخې، په ټکر د ټونس ټول اته سپرلي وژل شوي دي.

دى وايي چې په تونس کې سپاره کسان د سنګين اوسېدونکي دي او د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره  دلارام ولسوالۍ ته روان وو چې په واشير کې له دې پېښې سره مخ شول.

هغه وويل چې د ټېلر موټروان نيول شوى او مړي يې خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې