منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۶ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په زرګونو کسان د تخار-کندوز د لويې لارې د خلاصېدو په تمه دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۰ کتنې

تالقان (پژواک ٢٤ ورى ٩٤): د تخار-کندوز لويه لار له دوه ورځو راهيسې د ټرافيکو په مخ تړل شوې، خو په زرګونه کسان د تالقانو په چشمه شير سيمه کې د دغې لارې د خلاصېدو په تمه شپې ورځې سبا کوي.

دغه لارويان چې ډېرى يې د بدخشان، کندوز، بغلان او د نورو ولايتونو اوسېدونکي دي، وايي چې دولت بايد دغې ستونزې ته ژر تر ژره د حل لار ولټوي.

د بدخشان ولايت اوسېدونکي نجم الدين، چې کابل ته روان دى، وايي: "له بدخشان ولايت څخه کابل ته ځم، پنځه يا پنځه نيم ساعته کېږي چې دغلته متظر يو؛ لار بنده ده، مظاهره ده."

ده پژواک خبري اژانس ته وويل، دولت بايد د خلکو غږ واوري چې لارې د ټرافيکو په مخ خلاصه شي.

د کندوز ولايت اوسېدونکي علاء الدين هم پژواک ته وويل، چې له دوو ورځو راپدېخوا په دغه سيمه کې لار بنده ده، په سلګونو موټرونه په دغه سيمه کې تم شوي دي.

نوموړي  په دولتي چارواکو تور لګوي، چې د جنجالونو د حل کولو توان نه لري.

دى وايي: "لارې بندې دي، خلک ناروغان لري، خلک له ستونزو سره مخامخ دي؛ دا خو عدالت نه دى، دا خو انصاف نه دى، دا خلک ولې والي پسې نه ځي، والي په يوه ولايت کې ولسمشر دى، ولې د خلکو ستونزو ته د حل چاره نه لټوي، ولې يې دغو خلکو ته جنجال جوړ کړى، دا څنګه عدالت دى، دا څنګه حکومت دى؟"

دى زياتوي، په دغه سيمه کې بار لرونکي موټر هم ولاړ دي، چې په کې مېوې، سابه او نور خوراکي توکي بار دي، چې په وينا يې، که دغه لار خلاصه نه شي، سوداګرو ته ګڼ مالي زيان اوړي.

خو په همدې مهال، لاريون کوونکي بيا وايي، تر هغه چې د دغه ولايت مرستيال والي محمد فريد ذکي له دندې ګوښه نه شي، دوى خپلو لاريونونو ته دوام ورکوي او لار به نه خلاصوي.

يو ه لاريون کوونکي حميد الله واکمن پژواک اژانس ته وويل، که يې غوښتنې ونه منل شي، د مظاهرو لمنه به پراخه کړي.

دى وايي: "که نن مو غوښتنې و نه منل شي، کېداى شي سبا په بنګي سيمه کې هم لار وتړل شي او په تالقانو ښار کې هم لاريون پيل شي؛ موږ يوه اونۍ مخکې دولت خبر کړى، که ولسمشر او اجرايي مشر په دې برخه کې ناغېړي وکړي، دا به د هغوى د ناتوانۍ نښه وي."

يو بل لاريون کوونکى شاه مراد وايي: "که يو کس راته له هراته ولېږي، منم، له کندهاره يې منم، له جلال اباد څخه يې منم، له کابل څخه يې منم، خو دغه سړى نه منم."

پژواک هڅه وکړه چې د لاريون کوونکو د نيوکو په اړه د دغه ولايت د مرستيال والي محمد فريد ذکي نظر هم واخلي، خو بريالى نه شو.

د تخار د سرپرست والي وياند سنت الله تيمور بيا وايي، سيمه ييز حکومت هڅه کوي، چې دغې ستونزې ته د حل چاره ولټوي.

ده پژواک ته وويل، د دغې موضوع د حل لپاره يې يو کميسيون ټاکلى، چې د تخار-کندوز لويه لار د ټرافيکو په مخ خلاصه کړي.

هغه زياتوي: "د ولايتي شورا غړي، ديني عالمان او قومي مشران د لاريون کوونکو له مشرانو سره خبرې کوي، د لاريون کوونکو مشرانو له موږ سره وعده کړې، چې لار پرانېزي."

بايد ووشي، چې د تخار د مرستيال والي محمد فريد ذکي د لرې کېدو لپاره دغه لاريون له پرونه پيل شوى دى. لاريون کوونکي، وايي تر هغه چې مرستيال والي له دندې ګوښه نه شي، لاريون به همداسې دوام و مومي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې