کندهار (پژواک، ٢٥ ورى ٩٤): د هېواد پخواني ولسمشر د کندهار پوهنتون محصلينو او استادانو ته په وينا کې وويل چې عدم تشدد، زده کړه او ملي يووالى د هېواد د ښې راتلونکې ضمانتونه دي.
حامد کرزى چې تېره ورځ کندهار ته راغلى د وري په ٢٥مه يې د کندهار پوهنتون له محصلينو او استادانو سره په يوه غونډه کې ګډون وکړ.
په پيل کې د کندهار پوهنتون رييس ډاکتر حضرت مير توتاخېل د پوهنتون په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې کندهار پوهنتون ٢٥ کاله وړاندې جوړ شوى، خو په دې موده کې يې ډېر پرمختګ کړى دى.
هغه زياته کړه، دا مهال دغه پوهنتون ١٢ پوهنځي، ٤٠ تحصيلي څانګې، د استادانو او نور پرسونل په ګډون ٥٥٨ تنه کارکوونکي لري او د ٤٠٠ نجونو په ګډون په کې ٨٠٠٠ محصلين زده کړې کوي.
دى وايي، دا ټول پرمختګونه په تېرو اوو کلونو کې شوي، په داسې حال کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ وو.
هغه وروستى پرمختګ دا ياد کړ چې دغه پوهنتون د هېواد په کچه د ٦١ دولتي او خصوصي پوهنتونو تر منځ د کيفيت د تضمين په برخه کې لومړى مقام ترلاسه کړى دى.
خو نوموړي د دغه پوهنتون د ستونزو يادونه هم وکړه او ويې ويل چې کندهار پوهنتون د ودانيو د نشتوالي او عادي او پرمختيايي بوديجې له کمښت سره مخ دى چې حکومت يې بايد په هواري کې اقدام وکړي.
د کندهار پوهنتون اړوند د پاچا خان علمي څېړنيز مرکز مشر څېړندوى شېرشاه رشاد وويل چې علمي او اکاډميک بنسټونه د هېواد په سوله او ټيکاو کې مهم رول لري، که دغه مرکزونه نور هم پياوړي شي، نو په دې برخه کې پرمختګ کېداى شي.
هغه زياته کړه، د کندهار پوهنتون پياوړتيا د دې سيمې د تېر برم د بيا را ژوندي کولو لپاره ډېر مهم دى.
نوموړي له حامد کرزي وغوښتل چې د خپل کورني او بهرني اغېز په کارولو دې د دغه پوهنتون د پياوړتيا او پرمختيا لپاره هڅې وکړي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي وويل، د خپلې واکمنۍ په پيل کې چې کله يې د نوو پوهنتونونو بسنټ اېښود او يا يې افغان پوهنتونونه له بهر څخه هېواد ته رالېږدول، نو ډېر يې په پايله نه پوهېدل، خو کلونه وروسته يې پايله ويني او هغه دا چې زرګونو ځوانانو د ليسانس، ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې زده کړې کړې چې د هېواد د راتلونکي لپاره ښه زېرى دى.
خو هغه د پوهنې په برخه کې اوسنۍ هڅې کافي ونه ګڼلې او ويې ويل چې د پرمختګ لپاره لا ډېر کار او هڅو ته اړتيا ده.
نوموړي زياته کړه: ((له هغې ورځې وروسته چې واک مې سپارلى په دوو خبرو ډېر خوشحاله يم، يو د ځوانانو پر زده کړو او بل د خلکو په ملي يووالي چې له تېرو څوارلسو کلونو راهيسې يې ريښې لا پسې ژورې شوې دي.))
هغه د کندهار پوهنتون اړوند د پاچا خان علمي او څېړنيز مرکز د هڅو ستاينه وکړه او ويې ويل چې دغه مرکز د هغه په ځانګړو هڅو په کندهار کې جوړ شو، ځکه پاچا خان د پوهې د ودې او عدم تشدد لوى علمبردار و.
نوموړي د کندهار پوهنتون محصلينو ته وويل: ((عدم تشدد، زده کړه او ملي يووالى د ښې راتلونکې ضمانتونه دي او په دې برخو کې بايد په ټول هېواد کې کار وشي.))
هغه دغه راز زياته کړه، دى د اوسني دولت ملاتړى دى او ځوانان هم بايد د خپل اوسني دولت ملاتړ وکړي.
دى وايي: ((هر حکومت ستونزې لري، زما حکومت هم ډېر عيبونه او ډېرې ستونزې لرلې، دا چې تاسو يې اوس نه يادوئ، پر ما مهرباني کوئ.))
خو هغه وويل چې لا هم افغانستان يو بې وزلى هېواد دى او خپل لاسونه يې پرديو هېوادونو ته اوږده کړي، په داسې حال کې چې دا هېواد د همدې پرديو هېوادونو له لاسه خراب شوى دى.
د غونډې په پاى کې حامد کرزي د کندهار پوهنتون استادانو او محصلينو ته مبارکي ورکړه چې دغه پوهنتون د هېواد په کچه لومړى مقام ترلاسه کړى دى.
د کندهار پوهنتون مسوولينو حامد کرزي ته ستاينليک ورکړ او په تېرو ١٣ کلونو کې يې د پوهې د ودې په برخه کې د هغه هلې ځلې وستايلې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










