فراه ښار (پژواک، ۲۷ وری ۹۴): د فراه چارواکي وايي چې د دغه ولايت په مرکز کې د ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ او شپږ نور ټپيان شوي دي.
د فراه د ترافيکو مدير سمونوال محمداصف پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا لس بجې د فراه – هرات پر لويه لاره د فراه د مرکز اړوند د شمالګاه په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې يو موټرسايکل له سراچې موټر سره جنګېدلى چې له امله يې يو تن مړ شوى او شپږ نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، مړي او ټپيان ټول نارينه دي او د فراه ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
نوموړى وايي، د سراچې د موټر سپرلي د هرات د شينډنډ ولسوالۍ او پر موټرسايکل سپاره دوه تنه د فراه د مرکز د کنسک کلي اوسېدونکي دي.
د فراه د ولايتي روغتون امر ډاکتر عبدالحکيم رسولي پژواک اژانس ته وويل چې له يادې پېښې اووه کسان ټپيان ور وړل شوي چې يوه تن ساه ورکړې ده.
دى زياتوي، د يوه بل ټپي روغتيايي وضعيت نازک و چې د هرات حوزوي روغتون ته ولېږدول شو، يو بل تن چې ١١ کلن ماشوم دى، په روغتون کې تر درملنې لاندې دى او پاتې څلور نور تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.
څو ورځې وړاندې هم، پر همدې لويه لاره د فراه رود پر دوراهي باندې په يوې ترافيکي پېښه کې دوه تنه مړه او لس نور ژوبل شول.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










