ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محمد خان: نوي نوماند وزيران وړ کسان دي جرګه دې رايه ورکړي

محمد خان: نوي نوماند وزيران وړ کسان دي جرګه دې رايه ورکړي

author avatar
17 Apr 2015 - 17:52
محمد خان: نوي نوماند وزيران وړ کسان دي جرګه دې رايه ورکړي
author avatar
17 Apr 2015 - 17:52

کابل (پژواک، ٢٨ ورى ٩٤): په داسې حال کې چې ولسي جرګه سبا د کابينې ١٥ غړو د رد يا تاييد پرېکړه کوي، د اجراييه رياست لومړي مرستيال له دې جرګې غوښتي د حکومتي چارو د سمون په موخه ټولو نوماند وزيرانو ته د باور رايه ورکړي.

د انجنير محمد خان له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې ده نوي نوماند وزيران له نږدې ليدلي او "د افغانستان حالاتو ته په کتو وړ کسان" دي.

په خبرپاڼه کې د محمد خان له خولې ويل شوي: "دا چې په ګران هېواد کې مو موجوده امنيتي حالت د اندېښنې وړ دى، ګڼ شمېر بېګناه افغانان مو هره ورځ وژل کېږي، جنګ جګړې زياتېږي او هېوادوال مو کړول کېږي، نو د ملت له رېښتينو او په وطن مينو استازو څخه مو هيله دا ده چې دغو کسانو ته .... د اعتماد رايه ورکړي."

نوموړي همداراز پر ولسمشر او اجراييه رييس غږ کړى چې د ملي دفاع او اطلاعاتو فرهنګ وزارتونو د مشرۍ لپاره ژر تر ژره نوي کسان ونوموي ترڅو د سرپرستۍ موضوع پایته ورسېږي او حکومت خپل پام رغنيزو چارو ته واړوي.

ټاکل شوې ده چې د شنبې په ورځ (وري ٢٩ مه) ولسي جرګه د کابينې پاتې وزيرانو ته د تاييد يا رد رايه ورکړي.

حکومت ١٦ نوماند وزيران د وري مياشتې په ١٢مه ولسي جرګې ته د باور رايې اخيستو په موخه ور وپېژندل.

ددې کسانو له ډلې يواځې د اطلاعاتو او فرهنګ نوماند وزير عبدالباري جهاني د دويم تابعيت درلودو له امله اجازه نه ده موندلې ولسي جرګې ته خپل پلانونه تشرېح کړي. د ولسي جرګې د پرېکړې له مخې جهاني بايد لومړى خپل دويم تابعيت پرېږدي.

د ملي دفاع وزارت ته تر اوسه څوک نه دي نوماند شوي. د کابينې د ٢٥ وزيرانو له ډلې اتو يې تېر کال په سلواغې کې له ولسي جرګې د باور رايه واخسته.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.