منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۹ غ.و
۱۴°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سمون خوځښت: د سیاسي او مسلکي څوکيو تر منځ سره کرښه غواړو

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۱ کتنې

کابل (٢ غويى ٩٤): د سمون خوځښت له حکومت څخه د سیاسي او مسلکي څوکیو تر منځ د سرې کرښې ویستلو او د یوې شفافې او رقابتي پروسې له مخې د پاتې پوستونو د ګړندۍ ټاکنې غوښتنه کوي.

د سمون خوځښت په دې عقیده دی چې د څوکیو ویش سیاسي مجبوریت نه بلکې د ملي وحدت حکومت د دواړو ټیمونو تر منځ پر معامله ګري بدل شوی دی.که د وزیرانو ټاکنه یوه اوږده، زړه خوړونکې او د ملت د صبر د امتحان پروسه وه، اوس د وزارتونو د معینانو، د والیانو، رییسانو او نورو چارواکو مقرریدو په برخه کې هم ستونزې موجودې دي. د مرستیال وزیرانو، والیانو،رئیسانو او نورو  په ګډون چارواکي له رقابتي او شفافې پروسې پرته یواځې د سیاسي ډلوټپلو تر منځ د جوړجاړیو پر بنسټ ټاکل کېږي.

روان سیاسي حالت که له یو خوا د ځینو ځانګړیو کړیو د سیاسي ګټو لامل ګرځیدلې او له بلې خوا یې هېواد په بیلا بیلو برخو کې ځپلې او ډیرو لویو ننګونو سره مخامخ کړې دې. هېواد د ناامنیو په منګولو کې بدې ورځې تیروي، اقتصادي چارې په ټپه ولاړې دي، او ملت د خپل راتلونکې په اړه تر وروستي بریده مایوسه دی. د تیرو څو اونیو په لړ کې هېواد د څو لویو امینتي او زړه بوږنونکیو پیښو شاهد و چې د ملت د ځورونې لامل ګرځیدلى، دا په داسې حال کې ده چې د هیواد د اقتصادي وده د  ۲۰۱۳ د ۳.۴ سلنې څخه ۱.۷٪ ته راښکته شوې او د صنعتي ودې کچه نیم په نیمه راټیټه شوې ده. له  دغه څو بیلګو څخه معلومیږي چې هېواد د پرمختګ پرځاې په شا روان دی.

افغانستان د تیر دیارلس کلن تاریخ ترټولو حساسو، سیاسي،اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو  شیبو کې دی، په داسې حال کې چې له افغانستان سره نړیوالې مرستې په کمیدو دي، د هیواد  امنیتي مسوولیتونه افغانانو ته سپارل شوي دي او ملت د هېواد د راتلونکې د څرنګوالي په اړه اندیښنه لري، لکه څنګه چې د وروستیو ولمسشریزو ټاکنو د کمپاینونو په لړ کې او له سیاسي انتقال وروسته افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس، د امنیت د ښه والي، اقتصادي ستونزو د لیرې کولو، د بیکاري د کمولو، د مقرریو د شفافې پروسې او خلکو ته د هوسا ژوند د برابرو په برخه کې ژمنې کړې وې چې په هغه وخت کې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوې. خو، دغه ژمنې په هغه صورت چې باید عملې شوې وای ونشوې، امنیتي ستونزې زیاتې شوي دي.

روان حالت، سیاسي شخړې او د معاملو پربنسټ د واک ویش د سمون خوځښت ته نور د زغم وړ ندی.د سیاسي ویش پروسه باید ودرول شي او د ټاکنیزو کمپاینونو د وعدو سره سم یوازې وړتیا د ګمارنې اصل وګرځول شي. په دې برخه کې حکومت بايد ولس ته ځواب ورکونکى کړنلاره غوره کړي او هر اقدام  بايد د مدني ټولنې د څارنې لاندې په شفافه ډول له ولس سره شريک کړي. همدا راز ناکامه ازمویل شویو څیرو پرځاې دې وړو اشخاصو ته د رهبرۍ زمینه برابره شي او د هېواد رهبري دې له مافیایی کړیو خلاصه شي. وړتیا دې د تجربې، تحصیل، شخصي او مسلکي مخینې په تله وتلل شي او یوازې هغه کسان چې له ځانه یې وړتیا ښودلې وي د حکومت په رهبرۍ کې وټاکل شي، هغه وړ کسان چې د ملي یووالي د حکومت په سیاسي ډلو ټپلو کې شتون نه لري خو مسلکي کدرونه دي، هغوی دې له پوره غور او ارزونې وروسته خپل کار باندې پریښودل شي او مفسد کسان دې له دندې لیرې او عدلي او قضایی ادارو ته وپیژندل شي.

د نورو معلوماتو لپاره زموږ سره په اړيکه کې شئ.

برېښناليک: [email protected]

د اړيکو شمېرې: ۰۷۹۵۵۳۴۰۳۱ او ۰۷۷۱۱۵۰۱۲۰ 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول رسنيزې خبرتياوې