منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۲ غ.و
۱۳°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغانستان د ورزشي خبريالانو فدارسيون جوړ شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

سائر ځلاند د افغانستان د سپورتي خبريالانو د فدراسیون د رئيس په توګه وټاکل شو.

د ورزشي خبريالانو نړېواله ټولنه چې په ۱۲۱ بېلابېلو هېوادونو کې فعالیت کوي له تېرو درې کلونو راهيسې په دې هڅه کې وه چې په افغانستان کې په دغه برخه کې خپل فعالیتونه پيل کړي او داپريل په مياشت کې په دې وتوانېدل چې په کابل کې دفتر پرانزي.

ځلاند په خپلو خبرو کې وویل چې دا یو مشکل کار  او غټ مسؤولیت دی، خو په وينا يې هڅه به وکړي چې د لوبو د خبريالانو لپاره تغیرات او اسانتياوې راوړي او په هېواد کې د پرمختګ سبب شي..

نوموړي وویل چې د افغانستان د سپورټي خبريالانو فدراسیون  به د ټولو ښځينه او نارینه خبريالانو لپاره د رهنمايۍ او پرمختګ د مرکز په شان رول ولوبوي او د ټولو خبريالانو پر مخ به يې دروازې پرانستې وي.

هغه وویل چې د ددوی هدف همدا دی چې خبريالانو ته اسانتياوې برابرې کړي، وړ روزنيز پروګرامونه ورته جوړ کړي او د نړيوالو خبريالانو سره په ګډو کنفرانسونو او پروګرامونو کې ورته د زده کړو او تجربو د شريکولو زمينه برابره کړی.

AIPS چې د نړۍ په کچه یو د سپورټي خبريالانو ستر مرکز دی ددغه ټولنې ملاتړی دی او د افغانستان د ملي فدراسیون لاسنيوی کوي.

د AIPS عمومي مشر ګیانې مېرلو د افغانستان ملي فدراسیون ته په په خپل پيغام کې ويلي چې دوی تمه لري، د ورزشي خبريالانو فداراسيون به په هېواد کې د سپورټ د ودې او د ژورنالیزم د پرمختګ لپاره لازم پروګرامونه تر لاس لاندې ونيسی او د نړېوالو خبريالانو او ټولنو سره به خپلې اړيکې نورې هم پراخه کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول رسنيزې خبرتياوې