فيض اباد ( پژواک، ٨ غويى ٩٤ ) : د بدخشان ولايت په خواهان ولسوالۍ کې د ځمکې ښويېدنې له امله تر ٥٠ زيات کسان نادرکه شوي، چې ګومان کېږي، مړه شوي دي.
د خواهان ولسوال محمد غفران ذکي د غويي په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه په دولس نيمو بجو د ولسوالۍ د جيروبالا په کلي کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې له تېرو دوو ورځو راهيسې په ياده سيمه کې د ځمکې د ښويېدنې لړۍ پيل شوې چې له امله يې لسګونه کورنۍ کډوالې شوې هم وې.
نوموړى وايي چې يو شمېر نورې کورنۍ چې ځانونه يې خوندي ګڼلې، په سيمه کې پاتې وې خو تېره شپه ددوى کورونه هم تر خاورو لاندې شوې دي.
ولسوال وويل چې تر اوسه پورې ٥٢ کسان لادرکه شوي دي چې ګومان کېږي، خپل ژوند يې له لاسه ورکړى دى.
د ذکي په وينا، په لادرکه شويو کسانو کې ٢٥ ښځې، ٢٢ ماشومان او ٥ نارينه شامل دي او دوى د خلکو د ژغورلو لپاره هېڅ ډول وسايل نه لري.
د بدخشان ولايت له پېښو سره د مبارزې رييس سيد عبدالله همايون دهقان، هم په خواهان ولسوالۍ کې رامنځته شوې پېښه تاييدوي .
هغه پژواک ته زياته کړه : (( موږ هم راپور ترلاسه کړې، چې په ياده ولسوالۍ کې ٥٢ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.))
نوموړى وايي چې په ياده ولسوالۍ کې يو متر واوره له پخوا پرته ده او په تېرو دوو ورځو کې ٢٥ سانتي نوره هم ورېدلې چې له امله يې د ژغورنې د عملياتو پر وړاندې خنډونه پيدا شوي دي.
د هغه په وينا، يادې ولسوالۍ ته ټولې لارې بندې دي او د ياد کلي لاره د ولسوالۍ له مرکز سره بنده ده، ځکه نو د ځمکې لارې نه مرستې رسول کېداى شي او نه هم د ژغورنې لپاره خلک ورتلى شي.
دهقان له مرکزي حکومت څخه د بيړنيو هوايي مرستو غوښتنه وکړه.
نوموړي د ځپل شوي کلي د خلکو لپاره د بيړنيوخوارکي توکو ور رسولو غوښتنه هم وکړه.
پرون ددغه ولايت ځايي چارواکو ويلي وو چې په ياد کلي کې د ځمکې ښويېدنې له امله ١٢ کورونه نړيدلي او ٦٨ نور له ګواښ سره مخ دي.
د يادونې وړ ده چې تېر کال هم ددې ولايت په ارګو ولسوالۍ کې د غره ښوييدنې له امله لسګونه کسان مړه شوي وو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










