منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۱ غ.و
۱۴°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د رسنيو د آزادۍ د نړيوالې ورځې په وياړ د امریکا د متحده ايالاتو د سفارت دشارژدافیر ډېوېډ لینډوال مقاله

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

آزادې رسنۍمساوي په مثبت بدلون

مونږ نن د مې مياشتې دريمه نېټه د رسنيو د نړيوالې ورځې په توګه لمانځو. د امريکا متحده ايالات د افغانستان او نورې نړيوالې ټولنې سره يو ځای په ټوله نړۍ کې د انساني کرامت، خپلواکۍ او نېکمرغۍ په لاره کې د آزادو رسنيو ونډه ستايي. د رسنيو آزادي د خپلواکې ټولنې نښه نښانه ده. په هر هغه ځای کې چې رسنۍ تر کلابندۍ لاندې وي نور ټول بشري حقونه تر ګواښ لاندې راځي.

مونږ د دې فرصت څخه په ګټې اخيستنې سره د بیان د آزادۍ او د ډيموکراټيکو اصولو دودې ورکولو، ملاتړ او ساتنې په برخه کېد آزادو رسنيواساسي رول منو، درنښتيې ساتو او په هغه باندې ټينګارکوو– هغه حقونه چې د متحده ايالاتو او افغانستان دواړو په اساسي قانونونو کې تضمين شوي دي.

په متحده ايالاتو کې مونږ د رسنيو آزادي د خپل ولسواکه بنسټ د يوه بنيادي جزء په توګه ګڼو چې د اساسي قانون په لومړني تعديل کې درج شوې ده. د نېکه مرغه افغانان هم د اساسي قانون د حکمونو پر بنسټ د بیان د آزادۍ د حق څخه برخمن دي. مونږ په دې باور يو چې د محدوديت پرته آزادې رسنۍ د ولسواکۍ د برياليتوب تر ټولو غوره لاره ده.

د دغه ارزښتمن مناسبت سره هم مهاله،مونږ په افغانستان او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خپلواکو رسنيو سره د هغو خبريالانو په يادونه چې خپل ځانونه يې قربان او خپله آزادي يې نذرانه کړې، او د هغو کسانو په درنښت چې د ځپونکو رژيمونو سره يې مبارزه کړې، خپل پيوستون اعلان کړو.

زمونږ په ننۍ نړۍ او يوويشتمه پېړۍ کې، په هېوادونو کې د ننه او د هغه څخه ور هاخوا په نړيوالو پولو کې آزادو مالوماتو او اندونو بهېدل يا جريان د لا زيات پوهاوي او مثبت بدلون د رامنځته کېدو لپاره يو پياوړی ځواک ګڼل کېدای شي. خپلواکې چاپي، راډيويي، ټلويزيوني او انټرنټي رسنۍ د واقعيتونو او اندونو د انعکاس لپاره اړينې سرچينې شمېرل کېږي. آزادې رسنۍ د واک څخه ناوړه ګټه اخيستنه بربنډوي، د فساد پر وړاندې مبارزه کوي، اټکلونه او انګېرنې ننګوي او د اندېښنو او فکرونو د خپراوي لپاره سوله ايزه وسيله ده. آزادې رسنۍ د هېوادوالو په خبراو ياو پوهاوي کې ارزښتمن رول لوبوي. د آزادو رسنيو د شتون او فعالیت پرته د ولسواکۍ برلاسي کېدل ناشوني برېښي. همدارنګه آزادې رسنۍ په يوه ولسواک نظام کې د رڼښت او حساب ورکولو د فضاء په رامنځته کولو کې د ارزښتمن رول څخه برخمنې دي.

په افغانستان کې بنسټيز او د پام وړ پرمختګونه پېښ شوي دي. افغانستان نن د ۱۰۰ څخه زيات ټلويزيوني چینلونه، ۲۵۰ راډيوګانې او په سلګونو چاپي خپرونې لري. خبري رسنۍ تر ډيره بريده په ټولنيزو رسنيو باندې پانګه اچونه کوي، نه يواځې د دې لپاره چې ټولنيزې رسنۍ د راتلونکې نښه نښانه ده، بلکې د دې لپاره چې افغانان ورځ تر بلې د بیان د آزادۍ په ارزښت پوهېږي. د دغو پرمختياوو سره سره، اړينه ده چې په دغه برخه کې نورې ډېرې چارې ترسره او لا زيات مصئوونيت برابر شي.

زه غواړم په ټوله نړۍ او د افغانستان په رسنيو کې زمونږ همکارانو ته د رسنيو د آزادۍ پر وړاندې د متحده ايالاتو په ژمنه يو ځل بيا ټينګار وکړم. مونږ به د ډيپلوماټيکو هڅو د لارې، او د تعليمي تبادلې او مرستندويه پروګرامونو او د ناحکومتي مؤسسو سره د ګډ کار په واسطه د رسنيو د آزادۍ څخه دفاع او ملاتړ وکړو. د رسنيو د آزادۍ په دغه نړيواله ورځ او د ټول کال په ترڅ کې مونږ د رسنيو د زړورو نارينه وو او ښځو سره چې د بيان د آزادۍ د بنسټيز حق د پرځای کېدو او دفاع په لاره کې يې هر ډول فشار تجربه کړی او يا يې ربړول زغملي دي، خپل پيوستون اعلانوو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول رسنيزې خبرتياوې