منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۸ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کونړ او پنجشېر سېلاب ځپلې د مرستو غوښتونکي دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۶ کتنې

فيض اباد- اسعداباد- چاريکار (پژواک، ٨ زمرى ٩٤): د بدخشان د کوفاب ولسوالۍ له سېلاب ځپلو سره مرستې وشوې، خو د کونړ د چپې درې او د پنجشېر سېلاب ځپلې کورنۍ بيا د مرستو غوښتنه کوي.

د بدخشان د کوفاب په سيمه کې تېره اونۍ سېلاب راغلى و چې د چارواکو په خبره، شپږ تنه په کې مړه شوي، ٥٤ کورونه، کرنيزې ځمکې، د برېښنا ١٢ کوچني بندونه او لس د اوبو کانالونه ويجاړ شوي دي.

د بدخشان له طبيعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي مشر سيد عبدالله دهقان نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اغاخان پرمختيايي شبکې (ايکيدن) روغتيايي ټيم له روغتيايي مرستو سربېره، سېلاب ځپلو ته يې د ١٥ ورځو لپاره خوراکي توکي لکه اوړه، غوړي، چاى او بوره هم وېشلي دي.

د ده په وينا، سېلاب ځپلې کورنۍ د نړيوال خوراکي سازمان (ډبليو اېف پي) د خوراکي توکو له مرستې، لکه اوړو، غوړيو، دالنخود او مالګې څخه هم برخمنې شوې دي چې دا مرستې د دوى د دوو مياشتو لپاره بسنه کوي.

هغه زياته کړه، د افغان سرې مياشتې ادارې هم سېلاب ځپلو ته د ٢٦ خېمو، ترپالونو، د اشپزخانې سېټونو او ١٨٦ کمپلو مرسته کړې ده.

د يادونې ده چې د کوفاب سېلاب ځپلو تېره اوونۍ اندېښنه ښودلې وه، که دوى ته اړينې مرستې ونه رسول شي، د دوى ماشومان به له لوږې مړه شي.

له بلې خوا د کونړ د چپې درې ولسوالۍ سېلاب ځپلو د بېړنيو مرستو غوښتنه کړې ده.

د چپې درې ولسوالۍ قومي مشرانو نن د کونړ له والي وحيدالله کليمزي وغوښتل چې د يادې  ولسوالۍ له سېلاب ځپلو کورنيو سره دې عاجلې مرستې وکړي.

قومي مشرانو وويل، د تېرو سېلابونو له امله د دې ولسوالۍ ګڼې  بې ځايه شوې کورنۍ سرپناه نه لري، سربندونه، ويالې، فصلونه او فرعي سړکونه يې له منځه تللي، چې زيات شمېر خلک له ترانسپورتي اسانتياوو هم بې برخې شوي او پر خپل وخت لازمې مرستې نه دې ترسره شوې.

هغوى له ولايتي ادارې په کلکه وغوښتل چې له دوى سره د مرستو لپاره د مرکزي حکومت او نړيوالې ټولنې پاملرنه راجلب کړي.

د کونړ والي وحيدالله کليمزي قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به دې ولسوالۍ ته د سروې ټيمونه واستوي او هر هغه څه چې د ولايتي ادارې په لاس کې وي، وبه يې نه سپموي.

هغه ژمنه وکړه چې د يادې  ولسوالۍ د خلکو ستونزې به د مرکزي حکومت او نړيوالې ټولنې له استازو سره شريکې کړي.

والي په مرستندويو ادارو غږ وکړ چې په کونړ کې له سېلاب ځپلو کورنيو سره پر وخت مرستې وکړي، څو د بشري ناورين مخه ونيول شي.

د يادونې ده، د تېرو سېلابونو  او د کونړ سيند د اوبو د ډېروالي له امله، د دې ولايت په نورو ولسواليو کې هم ګڼ شمېر خلکو ته مالي زيانونه اوښتي دي.

د پنجشېر ولايت د لرو پرتو کليو خلکو ته هم د سېلابونو د راوتلو له امله مالي زيانونه ور اوښتي دي.

د دغه ولايت د حصه دوم ولسوالۍ د عبدالله خېلو درې يوه اوسېدونکي ګل اقا، پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه د سېلاب راوتلو له امله خلکو ته مالي زيان واوښت، شپږ سوه متر سړک ويجاړ، ٥٠ جريبه کرنيزه ځمکه او څلور سربندونه ويجاړ شوي او په سلګونه مېوه لرونکې او بې مېوې ونې له منځه تللې دي.

د پنجشېر د ولايتي شورا مرستيالې راحلې عطايي بيا وايي، چې سېلابونو نه يواځې د حصه دوم ولسوالۍ خلک ته زيان اړولى، بلکې د ابشار ولسوالۍ د قولندور، د عنابې ولسوالۍ په فراج، د پريان ولسوالۍ ځينې سيمې او د مرکز اړوند د پارندې په سيمو هم خلکو مالي زيانونه اوښتي، کرنيزې ځمکې او سړکونه يې ويجاړ شوي دي.

د پنجشېر د طبيعي پېښو د مبارزې پر وړاندې د چمتووالي مشر حميدالله بخشي وايي چې يادو سيمو ته يې د ځپل شوو سيمو او خلکو د ارزونې په موخه پلاوي لېږلي، تر څو ورسره اړينې مرستې وشي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې