منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۳ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

مولانا جلال الدین حقاني هم یو کال مخکې مړ شوی

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۲ کتنې

کابل ( پژواک،۹ زمری ۹۴ ) : پاکستانیو رسنیو د طالب سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د حقاني ډلې مرکزي مشر مولانا جلال الدین حقاني هم تیر کال د ورپيښې ناروغې له امله مړ شوی دی.

د ( ډان نیوز) په نامه یوې پاکستانۍ رسنۍ د زمري په ۹مه  دطالب سرچینو په حواله خبر ورکړی او زیاته کړې چې جلال الدین حقاني یوه کال مخکې د ورپيښې ناروغې له امله مړ او په خوست ولایت کې خاورو ته سپارل شوی دی.

خو سرچینې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي. طالبانو هم په رسمي توګه تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا طالبانو ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره د حقاني د مړينې راپورونه رد کړي او زياته کړې چې هغه ناروغه شوى و او اوس يې روغتيا د ډاډ وړ دى.

د حقاني د مړینې خبر په داسې حال ورکړل شوی، چې دافغانستان حکومت درې ورځې مخکې خبر ورکړی و، چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر دوه کاله مخکې د پاکستان د کراچۍ ښار په یوه روغتون کې ساه ورکړې ده.

خو طالبانو تیره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ملا عمر مړینه تایید کړه، خو دا خبره یې رد کړې وه، چې ګوندې ملا عمر دې په پاکستان کې مړ شوی وي.

د طالبانو لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو، چې ملا عمر هیڅکله پاکستان ته نه و تللی، خو طالبانو د ملا عمر د مړینې کره نیټه او ځای نه و، په ګوته کړې.

دغه راز طالبانو دیوې اعلامیې په خپرولو سره د ډلې مرستیال ملا منصور د نوي مشر، او د مولانا جلال الدین حقاني زوی او د حقاني ډلې نوی مشر سراج الدین حقاني او مولوی هیبت الله الله اخوندزاده د مرستیالانو په توګه ټاکلي دي.

مولانا جلال الدین حقاني په ۱۹۵۰زیږدیز کال کې په پکتیا ولایت کې زیږیدلی و، او د ځدرانو قوم پورې یې تړاو درلود.

پر افغانستان د شوروی اتحاد دیرغل له پیل سره سم هغه پاکستان ته هجرت وکړ او د مولوي یونس خالص په مشرۍ د اسلامي حزب جهادي ډلې سره یو ځای شو.

حقاني د افغانستان د سرحداتو د وزیر په توګه دنده ترسره کړې وه او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ددوی ملاتړ یې اعلان کړ او تر ملا عمر وروسته ددوی له پیاوړو مشرانو څخه ګڼل کیده.

د طالبانو د واکمنۍ تر ختمیدو وروسته هغه له خپلو وسلوالو سره په شمالي وزیرستان کې میشت یو او د حقاني په نامه یې ډله فعاله کړه، که څه هم طالبانو ویل چې دوی او حقاني سره متحد دي، خو د حقاني ډلې ډیری فعالیتونه پخپل سر ترسره کول.

د افغانستان حکومت او امریکا تل په کابل ښار او یو شمیر نورو سیمو کې د خونړیو بریدونو تور پر حقاني ډلې پورې کولو.

جلال الدین حقاني دوه ښځې درلودلې چې یوه یې عرب او د متحده عربي اماراتو اوسیدونکې ده.

پر شمالي وزیرستان دامریکا د بې پیلوټ الوتکو په بریدونو کې دده د کورنۍ یو شمیر غړي هم وژل شوي دي، تیر کال یې یو زوی د پاکستان  په پلازمینه اسلام اباد کې په مرموز ډول ووژل شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې