ميدان ښار (پژواک،١١زمرى٩٤): په ميدان وردګو او پروان ولايتونو کې د ترافيکي پېښو له امله دوه تنه مړه او لس تنه نور ژوبل شوي دي.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د زمري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې د سيداباد ولسوالۍ د سيسۍ په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وينا، پيښه وروسته تر هغه رامنځته شوه چې دوه کرولا ډوله موټرو چې يو له غزني څخه کابل ته او بل له کابل څخه غزني ته پر لار و سره وجنګيدل.
دى وايي چې په ياده پېښه کې يو تن مړ شوى او د يوې ميرمنې او يو ماشوم په ګډون ٦ تنه ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا ،ټپيان د درملنې په موخه کابل ته ليږدول شوي ، خو د يوه تن روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى .
د میدان وردګو والي حیات الله حیات په دې پيښې خواشيني ښودلې او د کابل ـ غزني او کابل ـ بامیانو پر لویه لاره له ټولو موټر چلوونکو يې غوښتنه کړې چې له ګړندي تګ څخه ډډه وکړي او د تګ راتګ پر مهال له پوره احتیاط څخه کار واخلي.
د يوه بل خبر له مخې، د کابل – پروان د لويې لارې په اوږدو کې د يوه ٣٠٣ ډوله موټر د ټکر له امله يو تن مړ شوى او څلور ټپيان دي.
د پروان د ترافيکو مدير محراب الدين پرواني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن مازيګر په شاوخوا شپږ نيمو بجو د چاريکارو په پل مټک سيمه کې رامنځ ته شوې، چې په کې يو تن مړ او د يوې ښځې او ماشوم په ګډون څلور تنه ژوبل شوي دي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










