کابل (پژواک، ١٢ زمری ۹۴): د ولسمشر اشرف غني سلاکار او د سولې د پلاوي غړى حاجي دين محمد وايي، که افغانان خپلې ګټې په خپله تعريف نه کړي او خپلې غوښتنې د همدغو ګټو پر اساس تنظيم نه کړي، نو د سولې پروسه پايله نه ورکوي.
نوموړي پژواک له خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې زياته کړه: "اور زموږ پر کور بل دی او لومړيتوب بايد زموږ ګټې ولري."
حاجي دين محمد چې له اوږدې مودې راهيسې د افغان سولې بهير په هلو ځلو کې فعاله ونډه لري، وايي چې د افغانستان د سولې موضوع يواځې داخلي اړخ نه لري، دلته چې په تېره يوه نيمه لسيزه کې کوم هېوادونه حاضر وو، هغوی هم د سولې په پروسه کې د خپلو نظرياتو شاملېدل غوښتل.
د نوموړي په وينا، يو شمېر هېوادونو دعوه درلوده چې په افغان جګړه کې د دوی د سرتېرو وينې هم تويې شوې دي او مالي مصارف يې کړې دي، نو ځکه بايد د هغوی غوښتنې هم په پام کې ونيول شي.
د سولې عالي شورا دغه غړی چې له طالبانو سره د اسلام اباد په وروستيو خبرو کې د افغان حکومت د پلاوي غړيتوب درلود، د افغان سولې په اړه د بهرنيو هېوادونو د لاسوهنو په باب يوې مشهورې کيسې ته اشاره وکړه او ويې ويل: " يوه سړي اور اخيستی و، نارې يې وهلې چې اور مې مړ کړئ، بل کس وويل، ودرېږه چې زه خپل سګرټ ترې ولګوم."
حاجی دين محمد د افغان جګړې د ختمولو او په هېواد کې د سولې د ټينګښت په اړه د بېلابېلو طرحو او وړانديزونو په اړه وايي چې د افغان سولې په اړه ډېر خلک ډېر څه وايي، کتابونه پرې ليکي، طرحې پرې جوړوي، اجنډا ګانې جوړوي، پروژې پرې اخلي.
نوموړی زياتوي: "زما په نظر لنډه خبره دا ده چې زه او ورور مې سره خپه شوي يو، بايد سره پخلا شو او يو بل ته تېرېدنه وکړو چې دا زما په نظر تر ټولو مهمه طرحه ده."
هغه په افغانستان کې د سولې او پخلاينې په تړاو د خپلو هلو ځلو تاريخ ته په اشارې سره وايي چې دی او کورنۍ يې ان د شوروي پر وړاندې د افغان جهاد په وخت کې د تنظيمونو او مجاهدينو تر منځ د سولې او پخلايني پلوي وو او هېڅ کله يې په کورنيو جګړو کې برخه نه ده اخيستې.
حاجي دين محمد زياتوي، کله چې طالبان په لومړي ځل په کندهار کې را پيدا شول، ده او ملګرو يې هڅه وکړه چې د مجاهدينو او طالبانو تر منځ سوله راولي او منځګړيتوب وکړي چې په همدې تړاو يې کندهار ته ګڼ سفرونه وکړل.
نوموړی زياتوي:" کله چې طالبانو کابل ونيو، بيا هم موږ خپلو هڅو ته دوام ورکړ، په کابل کې مو له طالبانو سره هم تماسونه درلودل، له استاد سياف او احمدشاه مسعود سره مو هم اړيکې ونيولې، خو متاسفانه زموږ د سولې ډېرو هلو ځلو خاصه نتيجه ورنه کړه."
د سولې د عالي شورا غړی او د ولسمشر سلاکار وايي چې ده په کابل کې د طالبانو د حکومت تر سقوط وروسته هم د سولې او پخلاينې هلو ځلو ته دوام ورکړ او تل يې د بېلابېلو مخالفو لورو تر منځ د سولې راوستلو هڅې کړې دي.
حاجي دين محمد وايي چې ده د سولې لپاره ډېر سفرونه کړي دي او د سولې په تړاو يې په ګڼو کنفرانسونو او مجلسونوکې ګډون کړی او د سولې عالي شورا تر جوړښت وړاندې د افغانستان او پاکستان د سولې ګډې جرګې د کمېسيون غړی پاتې شوی دی.
نوموړی په تېره يوه نيمه لسيزه کې د سولې په تړاو د خپلو فعاليتونو د مخينې په اړه وويل، کله چې د حامد کرزي د واکمنۍ په لومړيو کلونو کې دی، د ننګرهار والي شو، هلته يې د هډې اخندزاده صاحب د جومات په افتتاحيه غونډه کې د سولې خبرې وکړې.
دی زياتوي ، هلته د ده په خبرو ځينو کسانو اعتراض هم وکړ او ويې ويل چې د حکومت د والي په توګه ده ته د سولې خبرې مناسبې نه وې.
خو حاجي دين محمد وايي، کله چې په ننګرهار کې والي و، د ننګرهار له محبس څخه د ليدنې پر مهال په يوه مرکه کې يې په ډاګه کړه چې پر جګړه عقيده نه لري او بايد ټول لوري يوې سولې ته ورسېږي.
د نوموړي په وينا، د ده له دې خبرو سره خلکو پرې اعتراضونه وکړل چې مخالفين خلک وژني او والي ورسره د سولې خبرې کوي.
دى زياتوي: ((مخالفين هم افغانان دي او که سل هم سره مړه کړو، بيا به هم جرګې ته سره کېنو.))
د سولې د پلاوي غړى وايي چې د سولې او روغې جوړې مخالفينو ته تل همدا وايي: " ښه دا ده مخکې له دې چې يو بل ته زياته مرګ ژوبله واړوو، سولې ته کېنو او که موږ خپل ورور راسره را نږدې کړ نو دښمن ته به مو د مداخلې موقع نه وي ورکړې."
نوموړي د سولې شورا د جوړښت د اړتيا او د سولې په برخه کې يې درولو په اړه وويل چې کله انسانان په ټولنه کې ژوند کوي په کورنۍ کې وي که په ټولنه کې، حتماً يې تر منځ اختلاف نظر راځي.
حاجي دين محمد زياتوي:" دغه اختلاف نظر د شخړې سبب هم کېږي او د دې ضرورت پيدا کېږي چې يو څوک بايد لاس په کار شي چې دوی بېرته سره را نږدې کړي. "
د هغه په وينا، کله چې تېر ولسمشر حامد کرزي د ۱۳۸۸ کال په ټاکنو کې برياليتوب ترلاسه کړ، له ده سره يې چې د ټاکنيز کمپاين مشر يې و، ژمنه وکړه چې د سولې لپاره به يو پروګرام جوړوي او دی به يې مشري کوي.
نوموړی زياتوي، کله چې د سولې شورا د جوړېدو عملي هڅې پيل شوې د استاد رباني او صبغت الله مجددي تر منځ د شورا د رياست پر سر اختلاف را پيدا شو او د ده په خبره: "ما بيا له خپل موقف څخه لاس واخيست او د استاد رباني او مجددي تر منځ مې سوله راوسته".
د سولې شورا دغه فعال غړی، هغه ګوت نيونو ته په پاملرنې سره چې د سولې شورا پر جوړښت د خلکو او ځينو سياستوالو له خوا کېږي، دا مني چې د سولې لپاره منځګړی او سوله ګرى بايد داسې کس وي چې دواړه اړخونوته د باور وړ وي.
خو د دې تر څنګ زياتوي چې دلته په افغانستان کې خبره بل ډول وه او د دې اړتيا ليدل کېده، هغه ډله چې تر نورو زيات له طالبانو سره په جګړه کې ښکېله وه، هغه دې د سولې د پروسې مشري وکړي.
حاجي دين محمد د افغان سولې لپاره د وړاندې شوو بېلابېلو طرحو او وړانديزونو څخه د ده په نظر د غوره او ښې طرحې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې په کور دننه او بهر ډېر خلک د سولې په کار لګيا دي، په دوی کې ډېر مخلص کسان هم شته دي.
نوموړی زياتوي: " زه په دې نظر يم چې د دوی له ټولو طرحو او وړانديزونو او هلو ځلو څخه بايد استفاده وشي، دوی ټول سره نږدې کول په کار دي، بايد فکر وکړو چې دا ټول استعدادونه څه ډول سره يو ځای کولای شو او څه ډول په دې نېک کار کې ترې استفاده وکړو. "
نوموړي د افغان سولې بهير په تړاو د پاکستان د صداقت په اړه وايي، له ملا نصرالدين څخه چا پوښتنه وکړه چې دې فلاني کلي ته به په څومره وخت کې ورسېږم، هغه ورته وويل چې لار وهه، هغه سړي بيا ترې هماغه پوښتنه وکړه، ملا بيا ورته وويل چې لار وهه، هغه سړي ګومان وکړ چې ملا نه غواړي د هغه ځواب ورکړي، نو خپل مزل يې پيل کړ.
د حاجي دين محمد په خبره، چې سړی څو قدمه ولاړ، ملا پرې غږ وکړ چې په دومره وخت کې به ورسېږي، سړي ورته وويل چې ولې دې لومړی ځواب نه راکولو، ملا نصرالدين ورته وويل چې ستا د لارې تګ راته نه وو معلوم.
هغه زياتوي: ((اوس نو موږ عملاً ګورو چې پاکستان د افغانستان د سولې له بهير سره څومره اخلاص کوي، په داسې حال کې چې اړتيا ورته زښته زياته ده.))
حاجي دين محمد پر دې باور دى چې د افغانستان مسئله له سولې پرته بله د حل لاره نه لري، نو تر دې مخکې چې د نورو قوتونو په مداخلو واک د افغانانو له لاسه ووځي، تر هغې ښه ده چې همدا اوس سره يوې نتيجې ته ورسېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










