منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۲ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار والي په ولسواليو کې د اقتصادي چارو د پيلولو لپاره د مرستو غوښتنه وکړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۰۶ کتنې

کندهار (پژواک ١٣ زمرى ٩٤): د کندهار والي وايي، په دې وروستيو کې د دې ولايت په ولسواليو کې اقتصادي او بيارغنيزې چارې درېدلي، چې د پيلولو لپاره يې د مرستندويو ادارو مرستو ته اړتيا ده.

نوموړي دغه څرګندونې په هېواد کې د سويډن له سفير پيټر سمنيبي او د IOM له مشر ريچارډ ډنزيګر سره، نن په کندهار کې د کتنې پرمهال کړې دي.

د سويډن سفير پيټر سمنيبي، چې ياد ولايت ته يې سفر کړى، وويل چې کندهار ته يې د سفر موخه د امنيتي وضعيت او د هغوى د مرستندويه فعاليتونه ارزونه ده.

هغه زياته کړه، کندهار ته يې دا دويم سفر دى او د لومړي ځل لپاره درې کاله مخکې دې ولايت ته راغلى و، چې د هغه مهال په پرتله په کې ډېر پرمختګونه شوي دي.

د IOM مشر ريچارډ ډنزيګر وويل، غواړي په سوېلي حوزه او په ځانګړې توګه په کندهار کې د هغو کډوالو حالت وارزوي، چې له پاکستان او ايران څخه خپل هېواد ته بېرته را ستانه شوي دي.

ده زياته کړه، په ګډه به پر هغو لارو چارو کار وکړي، چې له مخې يې له راستنېدونکو کډوالو سره لازمې مرستې وشي.

د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د دې ولايت د امنيتي وضعيت په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل، چې اوس په ټوليزه توګه په کندهار کې امنيتي وضعيت ښه شوى، ځکه خلک نور له جګړې ستړي شوي او سولې ته هيله مند دي.

هغه زياته کړه، له هغه وروسته چې په دې ولايت کې يې د والي په توګه دنده پيل کړې، د خپل کاري لومړيتوب په توګه يې هڅه کړې، چې سيمه ييزه حکومتولي پياوړې کړې او اصلاحات راولي، ځکه خلکو ته هغه مهال ښه خدمات وړاندې کېداى شي چې حکومتولي پياوړې وي.

د ده په خبره، د پر له پسې هڅو په پايله کې توانېدلى چې په کندهار کې د دولتي ادارو تر منځ همغږي رامنځته کړي، چې دې چارې ښه نتايج درلودلي دي.

نوموړي وويل، په دې وروستيو کې په ولسواليو کې اقتصادي او پرمختيايي چارې په ټپه درېدلې، چې د پيلېدو لپاره يې نړيوالو مرستو ته اړتيا ده.

د هغه په وينا، همدا اوس د کندهار د ١٧ ولسواليو له ډلې اووه ولسوالۍ د دولتي چارو د تر سره کولو لپاره ودانۍ نه لري، په کار ده مرستندويه ادارې په دې برخه کې مرسته وکړي.

عزيزي دغه راز زياته کړه، د کندهار ٤ سلنه اوسېدونکي پاکو اوبو او ٤٠ سلنه اوسېدونکي روغتيايي خدماتو ته لاسرسى لري، چې د دغو خدماتو د پراخولو لپاره جدي مرستو ته اړتيا لري.

له پاکستان او ايران څخه د راستنېدونکو کډوالو په اړه والي وويل، چې په روان کال کې ١٥٠٠ کډوال بېرته کندهار ته راستانه شوي، خو هغسې چې لازمه ده مرستې ورسره نه دي شوي.

ده يادونه وکړه چې په کندهار کې د کډوالو د ښارګوټي لپاره ځمکه شته، خو د جوړولو لپاره يې امکانات نشته.

هغه د اى او ايم له مشر څخه وغوښتل، چې په دې برخه کې له هغو سره مرستې وکړي، ترڅو کډوال وهڅول شي خپل هېواد ته را ستانه شي.

په دې ليدنه کې پر برېښنايي تذکرو هم خبرې وشوې، چې په نږدې راتلونکې کې يې د وېش بهير پيلېږي.

والي وويل، د برېښنايي تذکرو په وېشلو سره به د ګڼو اسانتياوو تر څنګ راتلونکې ټاکنې شفافې او رڼې وي، چې دا يوه لويه لاسته راوړنه ده.

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد