کابل( پژواک، ١٧ زمرى ٩٤): د ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره وايي چې سعودي عربستان ته د افغان زيارت کوونکو د لېږد لړۍ به تر راتلوونکو لسو ورځو پورې پيل شي.
دا مطلب د ملکي هوايي چلند د خپلواک لوى رياست سرپرست په هغه غونډه کې چې د حج د بهير دڅرنګوالي او چمتوالي د څېړنې په موخه جوړه شوې وه، په ډاګه کړ.
د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې په خبرپاڼه کې چې نن( د زمري په ١٧ مه) پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې کاږي چې ددې رياست سرپرست حامدظاهر په دې ناسته کې وويل،چې سعودي عربستان ته د افغان زيارت کوونکو لېږد په اړه د چمتووالي بهير په جدي توګه د اړوندو ارګانونو او بنسټونو له لوري دوام لري او اټکل کېږي چې د روانې مياشتې تر ٢٨مې د افغان حاجيانو د لېږد پروسه د اريانا افغان هوايي شرکت له لوري پيل شي.
هغه زياته کړه، چې د افغان زيارت کوونکو بهير په مستقيمه توګه د ولسمشر له لوري څارل کېږي او د حج د ملي کمېټې ترڅنګ ، يوه بله ځانګړې کمېټه په دې برخه کې ګومارل شوې ده.
د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې عملياتي مرستيال محمود شاه جبيبي په دې ناسته کې وويل، چې دې ادارې د خدمتونو وړاندې کولو له اړخه د هېواد په څلورو نړيوالو هوايي ډګرونو (کابل، کندهار، هرات اوبلخ) کې چمتوالى نيولى او عربستان ته د افغان زيارت کوونکو لېږد يې له لومړيتوبونو څخه دى.
په ورته وخت کې د حج او اوقافو وزارت د حج رييس فيض محمد مختار په دې ناسته کې د خبرو ترڅنګ د حج پروسې په اړه ددې وزارت له چمتوالي خبر ورکړ او ويې ويل ،چې د حج بهير نه يواځې يو ملي او وطني مسووليت دى ، بلکې ديني اوشرعي مسووليت هم دى.
هغه وويل چې سږکال د زيارت کوونکو د لېږد بهير کې زياتې اسانتياوې رامنځ ته شوي ، خو دا اسانتياوې يې په ډاګه نه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې فيض محمدعثماني کابو يوه مياشت وړاندې ويلي و، چې روان کال کې ٢٤ زره ،دوه سوه او پنځوس کسانو چې د حج اداکولو لپاره يې نومونه ليکلي وو ، ددې مراسمو د ترسره کولو لپاره سعودي عربستان ته ځي.
عثمان سږکال د زيارت کوونکو په لېږد کې د لګښت راټيټېدو له اړخه غوره کال وباله او ويلي و، چې د هر زيارت کوونکي د تګ راتګ لګښت د تېرکال په پرتله له ١٣٢٠ ډالرو څخه ١٠٤٠ ډالرو ته راټيټ شوى دى.
نوموړي زياته کړې وه:" په ټوله کې د هر زيارت کوونکي د لېږد په بيه کې ٢٧٥ ډالر، اووه ميليونه ډالر د حاجيانو د لېږد په برخه کې او درې ميليونه ډالر په وړو او سترو قراردادنو کې کموالى راغلى دى."
د وزير د معلوماتو له مخې، ښې اسانتياوې لکه د خوړو وړيا وېش، مناسب استوګنځاى ، روغتيايي خدمتونه، په عربستان کې د زيارت کوونکو لپاره د ترانسپورټ او لارښود خدمتونو وړاندې کول هم افغان زيارت کوونکو لپاره را منځ ته شوي دي.
login or register a new account.