کابل (پژواک، ١٨ زمرى ٩٤): سلګونو ځوانانو تېره شپه د کابل ښار په اتمه حوزه کې د شاه شهيد د پېښې په ياد شمعې بلې کړې.
د تېرې جمعې په شپه د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند د شاه شهيد په سيمه کې يوه زوروره چاودنه شوې وه چې له امله يې شاوخوا ١٦ تنه مړه او تر ٤٠٠ پورې ټپيان شوي وو.
په دې پېښه کې لسګونه موټر او سلګونه کورونه ويجاړ شوي او خلکو ته د ميليونونو ډالر مالي زيانونه اوښتي دي.
د کابل ښار سلګونو اوسېدونکو چې په کې ځوانان او ښځې هم شاملې وې، تېره شپه د پېښې په ځاى کې د شمعې بلې کړې او د پېښې قربانيانو ته يې دعا وکړه.
د مدني ټولنې يوه فعال خوشحال خليل د زمري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يو شمېر ځوانانو او د مدني ټولنې فعالانو په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې دا کمپاين په لاره اچولى و.
د هغه په وينا، د پلان له مخې اووه بجې خلک د پېښې ځاى ته راټول شول، خو د دوى د اټکل خلاف ګڼ شمېر کسان چې له ځانه سره يې ليکلي شعارونه هم راوړي وو، د پېښې په ځاى کې راټول شول.
خليل وايي ، راغلو کسانو لومړى د پېښې قربانيانو ته دعا وکړه او له خداى ج يې څخه ددې پېښې د قربانيانو کورنيو ته صبر غوښتنه وکړه.
ده زياته کړه چې راغلو کسانو وروسته د پېښې د قربانيانو په ياد کې لسګونه شمعې بلې کړې او په ترڅ کې يې د پېښې د عاملينو، پاکستان او طالبانو پر ضد شعارونه ورکول.
د يادو مراسمو په پاى کې پارېدلو کسانو د پاکستان بيرغ ته هم اور واچاوه.
د لطف احمد په نوم يوه تن له رسنيو سره د خبرو پر مهال په ډاګه کړى چې پاکستان سره تر اوسه نا اعلان شوى جګړه روانه کړې وه، خو اوس يې علني جګړه اعلان کړه.
هغه له حکومت او ولس څخه وغوښتل چې تر دې وروسته بايد د دې کړنو پر ضد چوپ پاتې نه شي او عملي اقدامات په لاره واچوي.
د دغو مراسمو په پاى کې يو پرېکړه ليک چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا، د امريکا ولسمشر، د امريکا کانګرېس، نړيوالې ټولنې او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د نړيوال ايتلاف په نوم ليکل شوى و، ولوستل شو.
په پرېکړه ليک کې راغلي چې افغانان له تېرو دريو لسيزو څخه د جګړې قربانيان دي او هره ورځ افغانان د دې جګړې قرباني کېږي، خو بيا هم د ترهګرۍ په روانه جګړه کې افغانانو د دې جګړې ملاتړ وکړ او د دې جګړې لويه بيه يې هم ادا کړې ده.
په پرېکړه ليک کې راغلي چې ځيني هېوادونه ترهګر روزي او د ترهګرۍ ملاتړ کوي، د بېلګې په توګه د اسامه او ملا عمر مړينه په پاکستان کې شوې، د دولت د بلې وسله والې ډلې حزب اسلامي مشر حکمتيار په پاکستان کې مېشت دى، دغه راز په دې هېواد کې نورې ترهګرۍ هم مېشت دي او فعاليتونه کوي.
په دغه پرېکړه ليک کې ادعا شوې چې د پاکستان استخباراتي ادارې په افغانستان کې د ترهګريزو بريدونو ملاتړ کوي او په دې برخه کې ثبوتونه او شواهد هم شته.
دوى له امريکا او ملګرو ملتونو غوښتي چې د پاکستان په اړه واضحه تګلاره خپله کړي او په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو ځالې په نښه کړي.
بلخوا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د شاه شهيد پېښه په کلکه غندلې ده.
سرچينې زياته کړې چې په دې پېښه کې تر ٢٠ زيات کسان وژل شوي او شاوخوا ٥٠٠ نور ژوبل شوي دي.
دغه کمېسيون له دولتي امنيتي ارګانونو، وسله والو مخالفينو او زورورو خلکو غوښتي دي چې د ملکي وګړو د له په نښه کولو ډډه وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










