منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۸ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په دوو ترافيکي پېښو کې يو ملکي وګړى مړ او ١٣ نور ټپيان شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۶ کتنې

کندهار (پژواک، ٢١ زمرى ٩٤): په کندهار کې په دوو جلا ترافيکي پېښو کې يو ملکي وګړى مړ شوى او ١٣ نور ټپيان شوي دي.

لومړۍ پېښه نن غرمه د ميوند ولسوالۍ په چهار انتن سيمه کې شوې ده.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ترافيکي پېښه د کندهار- هرات پر لويه لار د ملکي وګړو د سراچه او مازدا موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، په دې پېښه کې ١٣ تنه ټپيان شوي چې شپږ ماشومان، درې مېرمنې او څلور لويان په کې شامل دي.

د نوموړي په وينا، د پېښې ټپيان د پوليسو له خوا روغتون ته رسول شوي چې د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

دى وايي، سيمې ته د پېښې د څېړنې لپاره د ترافيک پوليسو ډله رسېدلې ده.

دويمه ترافيکي پېښه پرون د کندهار ښار د اوومې امنيتي حوزې په ساحه کې د يوه ټېلر موټر او موټرسايکل د ټکر له امله شوې ده.

درانى وايي، په دې پېښه کې موټرسايکل چلوونکى وژل شوى او د ټېلر چلوونکى د پوليسو له خوا نيول شوى چې دا مهال د ترافيکو له خوا ورڅخه پلټنې پيل شوې دي.

بلخوا امنيتي چارواکي خبر ورکوي چې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې يې په عملياتو کې ٦ وسله وال مخالفين وژلي او له هغوى څخه يې يوه اندازه وسلې نيولې دي.

د کندهار د امنيې قومندانۍ وياند وايي، دغه عمليات د پوليسو، ملي امنيت او ملي اردو د ځواکونو له خوا په ګډه د يادې شوې ولسوالۍ په زنګيتار سيمه کې شوي دي.

هغه زياته کړه، په عملياتو کې شپږ وسله وال وژل شوي او له هغوى څخه دوه عرادې موټر سايکلونه او يوه اندازه وسلې نيول شوي دي.

دى وايي، په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

په دې اړه وسله والو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې