زرنج(پژوک، ٢٤ زمرى ٩٤): ايران کې په يوه ترافيکي پېښه کې د مړه شوو شپږو افغانانو مړي نيمروز ولايت ته را ولېږدول شول.
د زرنج ښار اوسېدونکى محمد داوود چې په دې شپږو کسانو کې يې يو د تره زوى دى، نن د شنبې په ورځ (٢٤ زمرى) يې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تره زوى يې يوه اوونۍ وړاندې د پاکستان له لارې ايران ته لاړ، هغوى ټول ١٢ تنه وو.
دا پېښه هغه مهال رامنتځته شوه چې د ايران د سراوان ښار د لارې په اوږدو کې د ايراني پوليسو تعقيبي ګزمې په نښه کړل، کله چې پوليسو پرې ډزې وکړې نو د ١٢ افغانانو د سپرلۍ موټر له سړک څخه ووت او دا پېښه رامنځته شوه.
سرچينې وويل چې په دې پېښه کې شپږ تنه وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل دي.
محمد داوود پژواک ته وويل چې ددې پېښې د ټپيانو په اړه معلومات نه لري، خو د قربانيانو مړي يې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د سراوان په روغتون کې ساتل کېږدل او نن نيمروز ولايت ته ولېږدول شول.
د زرنج ښار دې اوسېدونکي وويل چې دا کسان د کار لپاره ايران ته تللي وو. ده زياته کړه چې که چېرته په افغانستان کې د کار زمينه مساعده وى، نو کورنۍ به هېڅکله هم نه اړ کېدلې چې خپل خپروان ايران او يا نورو هېوادونو ته واستوي.
هغه وويل چې د تره زوى يې محمد نومېده، د کورنۍ سرپرست و او دوه کوچني ماشومان ترې پاتې دي.
د نيمروز د سرحدي پوليسو يوه چارواکي هم له ايران څخه دې ولايت ته د شپږو افغان وګړو د مړو را لېږدولو پخلى وکړ.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا شپږ کسان د بغلان، پکتيا، لوګر او پروان اوسېدونکي دي چې د ورېښم پول له لارې نيمروز ولايت ته راوړل شوي دي.
هغه وويل:(( دا کسان په غير قانوني ډول له نيمروز ولايت څخه پاکستان او بيا ايران ته تللي وو.))
د زرنج ښار د روغتون يوه ډاکټر، سيف الدين پژواک ته وويل چې دې روغتون ته هغه شپږ مړي را وړل شوي چې ايران کې په يوه ترافيکي پېښه کې وژل شوي دي.
هغه زياته کړه چې پنځه مړي يې کورنيو ته سپارل شوي او يو بل لا هم په روغتون کې پاتې دى.
د سرحدي پوليسو دې چارواکي د نوم نه اخيستلو په شرط پژواک ته وويل چې هره ورځ څه باندې ٥٠٠ تنه د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه د زرنج له ښاره د پيکپ موټرو په وسيله ددې ولايت چهار برجک ولسوالۍ ته لېږدول کېږي، وروسته يې قاچاق وړونکي لومړى پاکستان او بيا ايران ته لېږدوي.
ددې شپږو کسانو مړي چې په ترافيکي پېښه کې له منځته تللي، نيمروز ته په داسې حال کې را لېږدول شوي چې درې کاله وړاندې هم ايران ته په قاچاق تللي شپږ کارګران د ايران په تهران کې د يوې ترافيکي پېښې په سبب ووژل شول او مړي يې دې ولايت ته راوړل شوي وو.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










