منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۰ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې سېلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۰ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٤): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د سېلابونو له امله ٩ کسان مړه او خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.

د ننګرهار د سرې مياشتې رييس ننګيالي يوسفزي د زمري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر سختو بارانونو وروسته تېره شپه د ننګرهار په سوېل ختيځو ولسواليو کې راغلو سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

هغه زياته کړه چې د غني خېلو ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې ٦ کسان وړي دي چې د يوه جسد موندل شوى او په نورو پسې پلټنې روانې دي.

يوسفزي وويل چې په دې ولسوالۍ کې سېلابونو ١٧٠ کورونه، په دربابا کې ٦٠ کورونه، په نازيان ولسوالۍ کې ١٠ کورونه او په مومند دره ولسوالۍ کې يو بازار او د چرګانو يو فارم يې ويجاړ کړي دي.

د نوموړي په وينا، په نازيان ولسوالۍ کې هم سېلاب درې تنه وړي دي چې تر اوسه يې مړي نه دي پيدا شوي.

د سرې مياشتې رييس وويل چې دوى به نن يادو ولسواليو ته د مرستو او زيانونو معلومولو لپاره پلاوى ولېږي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي پژواک اژانس ته له سېلابونو څخه اوښتي مالي او ځاني زيانونه تاييد کړل او زياته يې کړه چې دوى د معلوماتو راټولولو په هڅو کې دي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې