منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۷ غ.و
۶°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د وروستیو پیښو په اړوند د افغانستان د مدنې ټولنې اعلامیه

· ۸ دقیقې لوستل · ۱۱۸ کتنې

کابل: (د ١٣٩٤ کال د زمري ٢٧ مه) د مدنې ټولنې او د افغانستان د اکاډیمیکې ټولنې د ګڼ شمیر غړو، فعالینو او ډلو په هغه غونډه کي چي د تیرې پنجشنبې په ورځ (د زمری ۲۳مه) په کابل کي د شاه شهید د پیښې د قربانیانو سره د خواخوږۍ په موخه جوړه شوی وه، په کابل کي روان نا امنه وضعیت وڅیړل شو. ګډونوالو دغه بریدونه په کلکه وغندل او د شهیدانو روح ته یې دعا وکړه. ګډونوالو همداراز هوکړه وکړه ترڅو د مدنې ټولنې غږ د بیلابیلو پیغامونو له لارې د افغانستان د حکومت او نړیوالې ټولنې تر غوږونو ورسوې. دوی پر دې هم هوکړه وکړه، ترڅو د پاکستان او افغانستان پر ولسونو غږ وکړې چي د دواړو هیوادونو ولسونه خپل منځې دیالوګ ته سره کښنې او د اسلامي ایډیالوژۍ څخه په ناوړه ګټه اخیستنې د سیاسې اجنډا په ترڅ کي خپل ولسونه د ظلم او افراطیت څخه وژغورې.

د افغانستان اسلامي جمهوی حکومت ته:

د افغانستان د مدنې ټولنې فعالین پر افغان دولت غږ کوی، ترڅو د تیرو څو لسیزو د غمژنو پیښو څخه په زدکړې سره، د ملکي او بیګناه افغانانو د مرګ ژوبلې جدې غبرګون وښیې. دغه غبرګون باید بیړنۍ، منسجم، سیستماتیک، او په غوره توګه د بنسټیزو مرستو په راټولولو سره د قربانیانو د حیثیت په پام کي نیولو ره سم وي . ټول اړوند دولتې او نادولتې فعالین باید د لمړنیو مرستو څخه نیولې تر پرمخ تللو روغتیایې درملنو د وړاندې کولو او د ټولو مادې او معنوی زیانونو د ارزونې په موخه خپلې ممکنه منابع په کار واچوی او د ځانې او مالي زیانونو په ګډون، زیانمن شویو کسانو بیړنۍ اړتیاوې پوره کړی. حکومت باید د یوه مهم وزارت له لورې د بیړنیو مرستو یو میکانیزم رامنځته کړی، او د دې ډول پیښو او د هغې د قربانیانو سره د بیړنیو مرستو لپاره یوه ځانګړې بودجه وټاکې.

مونږ همداراز د افغانستان پر دولت غږ کوو تر د ترهګرۍ سره د مبارزې خپله تګلاره په بشپړ ډول له سره وګورې، لږ تر لږه خپل د تاسیساتو او امنیتې طرزالعملونو د رامنځته کولو له اړخه. په دوامداره توګه لیدل شوی، چي اکثره پیښې د استخباراتې ادارو په سمه توګه د دندو د نه اجرا او د جدی ګواښونو او بریدونو څخه د مخنیوې د پلانونو د نه شتون له امله رامنځته شوی. مونږ د دې سپارښتنه کوو چي موجوده تګلارې د جدې بیا کتنې لپاره بشپړې ارزونې ته اړتیا لرې، ترڅو زمونږ د زړه ورو امینتې ځواکونو د خطر او مرګ ژوبلې کچه را ښکته کړای شو.

بهر میشتې افغان سیاسې نمایندګۍ، چي د نورو دوه اړخیزو دندو سربیره، د ترهګرۍ سره د مبارزې په چاره کي د ستراتیژيکي ملګرتیا په پیاوړې کولو کي هم مهم رول لری، نړیوالې ټولنې ته په افغانستان کي د روانو جګړو د واقعې انځور په وړاندې کولو کي پاتې راغلې. زمونږ د بهرنۍ پالیسۍ پر جدې بیا کتنې سربیره، سپارښتنه کیږې، ترڅو په سفارتونو کي ګمارنې د قومي او سیاسې اړیکو پرځای، د استعداد او وړتیا او ملي ارزښتونو ته د ژمنتیا پر بنسټ ترسره شي، د دیپلوماتانو بشپړه روزنه وشي، او یوازې هغه کسان وګمارل شي، چي په غوره توګه د هیواد استازیتوب کولای شي.

د امنیتې او بشرې حقونو له اړخه د رسنیو حساسول د ستر اهمیت وړ خبره ده، په ځانګړې توګه کله چي د پیښو او قربانیانو انځورونه د تلویزیونو پر پردو خپریږې. د ماشومانو لخوا د تلویزیون پر پردو د وحشیانه پیښو او د قربانیانو د وجود د غړو د ټوټو لیدل، په راتلونکې کي د دوی پر شخصیت او روان جدی اغیزې پر ځای پریښودلای شي، او د دې تر څنګ د دې ډول راپورونو خپرول د حکومت ضد ډلو لخوا خپل په ګټه هم کارول کیدای شي.

د بمې بریدونو د یوې قربانې شوی پیغلې قدسیې جسد چي جامې یې ټولې سوزیدلې وې، د پوښلو او حتې د امبولانس پرته کور ته ولیږدول شوه. کله چي د دې کورنۍ د دې د مړینې په ماتم بوخت ول، د درناوې پرته په ټکسی کي خپل د ګرانې لور جسد په راوړلو نور هم غمژن شول.

قضاء د پر وخت عدالت د تأمین مسؤولیت لری، او باید په جدی توګه د معافیت د کلتور څخه ډډه وکړی. هر هغه څوک چي په ترهګریزو اعمالو کي د لاس لرلو په تور نیول کیږې، او یا هغه څوک چي د بیګناه کسانو په وینو یې لاسونه ککړ وي، باید پرته له هر ډول زړه سوی د افغانستان د نافذه قوانینو سره سم مجازات شي.

د افغانستان رسنیو او مدنې ټولنې بنسټونو ته:

که څه هم په مدنې ټولنه کي د نظرونو اختلاف او پلورالیستیکې (کثرت ګرا) نظرونه زمونږ ځواکمنتیا او د یوې دیموکراتیې ټولنې په توګه ژوندې پاتې کیدل ګڼل کیږې، په عمومي توګه د بشر په وړاندې او په ځانګړی ډول د افغانانو په وړاندې د افراطیت د ګواښونو زیاتیدل، زمونږ د ملکي وګړو د ژوند د لاسه ورکولو په بیه تمامه شوی. ځکه نو، په مشترک ډول د ګواښونو په وړاندې د دریدلو په کار کي د مدنې ټولنې همغږیتوب او یو له بل سره مرسته ډیره مهمه ګڼل کیږې. مونږ پر رسنیو غږ کوو ترڅو تحقیقې ژورنالیزم ته وده ورکړې، واقعې "کارپوهان" خپلو خپرونو ته را وبلې، او د هغو کسانو د رابللو څخه ډډه وکړې چي ښه سابقه او وړتیا نلری. دا هغه څه دي چي د مدنې ټولنې ترمنځ د بحثونو او شخړو لامل ګرځیدلای شي.

د عامو وګړو لپاره، هر هغه څوک چي د "کارپوه" په توګه نظر وړاندې کوې، لازمه ده ترڅو دغه نظر پر معیارونو او اصل ولاړ وي. دغه کارپوه باید علمي سابقه ولرې، پیژندل شوی لیکلې لیکنې او کتابونه ولرې، او یا هم لږ تر لږه یو بلاګر وي، ترڅو د یوې مهمې ملي موضوع په هکله د تحلیلې نظر د څرګندولو وړتیا ولرې..

مونږ د رسنیو پر ټولو ډولونو، مدنې ټولنې او د اطلاعاتو او کلتور پر وزارت غږ کوو، ترڅو پر یوې داسې پالیسۍ هوکړې ته سره ورسیږې، چي په ترڅ کي یې د رسنیو لخوا د امنیتې پیښو خپرول تنظیم کړل شي او اخلاقی معیارونو ته درناوی وشي..

نړیوالې ټولنې ته:

د ستراتیژیکو همکاریو دوه اړخیزه تړون او د افغانستان د دولتې ځواکونو تړون باید د دواړو هیوادونو د ملتونو ګټې او امنیت تضمین کړی.

افغانان هره ورځ د نا امنۍ د ګواښونو سره مخ دي؛ او د ملکي او پوځې ځواکونو تر منځ د ورځ تر بلې زیاتیدونکي مرګ ژوبلې لامل، د سیمې استخباارت او په پاکستان کي رادیکال ځواکونو ته د فعالیت د زمینې برابرول دی. حال دا چي مونږ د نړیوالې ټولنې لخوا د نړیوال تروریزم سره د دغو ګواښونو په تړاو لږ څه اورو. په افغانستان کي ستاسو پوځې مراکزو څخه ستاسو پاتې شوی پوځي تجهیزات او په میلونونه ډالره هره ورځ پاکستان ته لیږدول کیږې، چیرې چي افغان ضد ځواکونه چي د نړیوالې ترهګرې ډلې سره واضح تړاو لرې پناه اخیستې. دا هغه څه دي چي ګڼو واقعیتونو او په تیرو څو کلونو کي د ملاعمر او اسامه بن لادن مرګ ټولو ته څرګنده کړی.

پداسې حال کي چي افغان امنیتې ځواکونه په بشپړ متانت سره د نړۍ تر ټولو خطرناکه جګړه پر مخ وې، په افغانستان کي د امنیتې پیښو خپوروالۍ دا څرګندوې چي افغان امنیتې ځواکونو ته ورکړل شوی روزنه او تجهیزات د هغو ګواښنو او حساسو خطرونو په پرتله چي دوی هره ورځ له هغې سره مخ دی، په کراتو لږ او ناڅیزه ده.

مونږ پر نړیوالې ټولنې (ناټو او د امریکې متحده ایالات) غږ کوو، ترڅو دوه اړخیزه امنیتې ګواښونو ته په پام سره، په سیمه کي خپلې ستراتیژیکې ملګرتیا او یووالې ته بیا کتنه وکړی، او د هغو روزنو او تجهیزاتو کچه لوړه کړی، چي افغان ځواکونو ته یې وکوی. مونږ همداراز په ملګرو ملتونو او د امریکې پر متحده ایالتونو غږ کوو ترڅو پر پاکستان د فشار په راوړلو سره، دغه هیواد د افراطې ډلو سره ریښتنې او صادقانه جګړې ته اړ کړی.

مونږ د ملګرو ملتونو د امنیت پر شورا غږ کوو ترڅو په تیرو څوارلسو کلونو کي خپل مصوبو ته په پام سره د افغانستان امنیتې وضعیت له نیژدې وڅارې، او پرې نږدې چي د افغانستان د جګړو پخوانۍ تاریخ له سره تکرار شي او افغانستان د یوه بل عراق بیلګه و نه ګرځې.

د پاکستان حکومت او ولس ته:

د ملاعمر تر مړینې وروسته، چي له دوو کلونو ډیرې مودې لپاره پټ ساتل شوی وو، د طالبانو نوی مشرتابه په پاکستان کي د سترو غونډو له لارې ټاکل کیږې. د پاکستان حکومت هم د دغه مشرتابه په ټاکلو کي خپل په خوښې پسې ګرځې او پاکستانیو رسنیو بیا دغو غونډو ته ښه رسنیز پوښښ ورکړۍ. د ملا عمر د مړینې تر اعلان یوه اونۍ وروسته، کابل درندو چاودنو ولړزاوه، په لسګونه کسان یې ووژل او په سلګونو نور یې ټپیان کړل. دا ټول بیګناه ملکي کسان وه، چي ښځې او ماشومان پکښې شامل وو. پلټنو وښودل چي دغه برید په پاکستان کي طرحه شوی وو.

پداسې حال کي چي زمونږ ملتونه په سیمه کي د مخ پر زیاتیدونکې افراطیت له امله د امنیتې ګواښونو سره مخ دې، ستاسې حکومت د ښه او بدو طالبانو د ویش تر نامه لاندې، چي په افغانستان کي یې د عامو وګړو ژوند ته هره ورځ نوی ګواښونه ور په برخه کړی، په دې برخه کي ډیره لږه هڅه کړی.

مونږ القاعده، طالبان او داعش ټول د سیمې لپاره یو ګواښ ګڼو. دوی په پیښور او کابل دواړو کي ماشومان وژنې او پر هیڅ یوه زړه سوۍ نلری. د دوی تر منځ ښه او بد شتون نلرې. دوی ترهګر دې او د ټولې سیمې او نړۍ لپاره جدی ګواښ دی.

مونږ د پاکستان پر ولس غږ کوو ترڅو د پاکستان پر حکومت د فشار په راوړلو سره، د ترهګرو ملاتړ بند کړی، او له دوه مخې سیاست څخه لاس واخلې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول رسنيزې خبرتياوې