منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۲ غ.و
۱۴°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغانستان د ټولنيزو رسنيو درېيمې ناستې لپاره نوم‌ ليكنه پيل شوه

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۲ کتنې

نېټه: ۱۸ – ۲۰ اكټوبر
  كابل(۱ سپټمبر ۲۰۱۵) -  د افغانستان د ټولنيزو رسنيو درېيمه كلنۍ ناسته (#ASMS2015) به د اكټوبر له ۱۸- ۲۰مې په كابل، افغانستان كې جوړه شي، د ټولنيزو رسنيو كورني او بهرني كارپوهان به په ټولنيزو رسنيو كې له وروستيو پرمختګونو خبرې كوي، د دې ناستې مينه‌وال اوس كولى شي نوم‌ليكنه وكړي۰

د ۲۰۱۵ كال د ټولنيزو رسنيو ناسته، د ټكنالوژي، نوښت او ټولنيزو رسنيو په برخه كې لومړۍ ناسته ده.  دا ناسته به له هېواده دننه او له هېواده بهر نږدې ۱۰۰۰ تنه ګډون‌كوونكي ولري، چې په دې درې ورځنۍ ناسته كې به د افغانستان د مخ پر ودې ټولنيزو رسنيو كمېټې به راټولي او له يوه او بل سره به يې وتړي۰

دا ناسته به د ټكنالوژيكي پرمختګونو پېژندنې، نندارتونونه، ګردي مېز بحثونه او مخامخ وركشاپونه ولري، دا هر څه به د كورنيو او بهرنيو مخكښو كارپوهانو له‌خوا پر مخ وړل كېږي۰

د مخابراتو او ټكنالوژي وزارت معين، اېمل مرجان، چې په افغانستان كې د ټكنالوژي او اړيكو د سكتور په برخه كې له ډېرو خاصو او مخكښو څېرو څخه دى. د اطلاعات او فرهنګ وزارت معينه، مېرمن سيده مژګان مصطفوي، به په دې اړه، چې ايا افغانستان به د ټولنيزو رسنيو لپاره رسنيز قانون ته اړتيا ولري كه نه، خبري وكړي۰

احمد شجاع، د امپېشن افغانستان ګډبنسټګر وايي: «زموږ كاركوونكي پوره هڅه كوي، تر څو د ټولنيزو رسنيو له نړۍ څخه د دې ناستې د ګډون‌كوونكو لپاره د هغوى د معلوماتو د ډېرولو، زده‌كړي او همدارنګه د انټرنېټ د كاروونكو له ټولنيزو رسنيو سره د اشنا كولو په موخه، پروګرام جوړ كړي.»  هغه زياتوي: د دې ناستې ډېرى ويناوال، هغه نامتو څېرې دي، چې په خپلو رشتو كې پوره تخصص لري، هغوى د لومړي ځل لپاره افغانستان ته راځي، دوى به د ټولنيزو رسنيو په ناسته كې خبرې كوي او خپلې تجربې به د دې ناستې له ګډون‌كوونكو سره شريكوي۰

په افغانستان كې د امريكا سفارت، د ۲۰۱۵ كال د افغانستان د ټولنيزو رسنيو د ناستې مالي ملاتړى دى، د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژي او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونه د دې ناستې ملاتړ كوونكي دي. شمشاد ټلوېزيون زموږ له رسنيزو شريكانو څخه دى، چې زموږ دا پروګرام به په ژوندۍ بڼه خپروي، د دې تر څنګ په انټرنېټي او چاپي برخه كې زموږ رسنيز شريك پژواك خبري اژانس دى۰

د شمشاد ټلوېزيون رييس، نسيم پښتون وايي: «موږ په دې وياړو، چې د افغانستان د ۲۰۱۵ كال د ټولنيزو رسنيو د ناستې شريكان يو. ټولنيزي رسنۍ په ټولنه، مطبوعاتو او سياست كې خپل ځانګړى ځاى لري،» د ۲۰۱۵ كال د ټولنيزو رسنيو ناسته د امپېشن افغانستان دفتر له‌‌خوا، چې په افغانستان كې د ډيجيټلي رسنيو لومړنۍ اېجنسي ده، جوړيږي. امپېشن افغانستان د افغانستان له وياړمنو شركتونو څخه دى، چې د ودې په حال كې نړۍوالو سازمانونو سره د مرستې په موخه رامنځته شوى دى، تر څو د ټولنيزو رسنيو او موبايل ټكنالوژي له لارې د هغوى اغېزمنتيا نوره هم ډېره او لوړه كړي۰.
امپېشن افغانستان، تر اوسه په دې لاره كې ښه ګامونه اخيستي دي، د ټولنيزو رسنيو په لومړۍ او دويمه ناسته كې يې تر ۱۰۰۰ ډېر  ګډون‌كوونكي راټول كړي وو، په افغانستان كې يې د ښاروند خبريالي تر ټولو غټ پليټ‌فارم (پيوندګاه) را منځته كړى او پرمخ يې وړي؛ د لويو نړۍوالو خبري شبكو لپاره يې په موبايل ولاړې سروې‌ګانې اجرا كړې دي او همدارنګه د افغانستان له دولت څخه  يې په اونلاين نړۍ كې د يوه پېژندل شوي هېواد په توګه نماينده‌ګي كړې ده۰
 له موږ سره اوسئ
موږ تاسو ته بلنه دركوو، چې د افغانستان د ټولنيزو رسنيو ناسته زموږ په ټولنيزو رسنيو كې وڅارئ، د #ASMS2015 په كارولو سره زموږ له دې بحث سره مرسته وكړ۰

  • فېسبوك:  د #ASMS2015 په اړه  به مضمونونه، نوې او تازه خبرې زموږ په فيسبوك پاڼه كې له تاسو سره شريكېږي.
  • ټويټر: په ټويټر كې #ASMS2015 وڅارئ. د كلنۍ ناستې تر ټولو ښه ټويټونه، انځورونه او ويډيوګانې به راټولي او له ناستې وروسته به راټول او له تاسو سره شريك شي.
  • انسټاګرام: موږ به د دې پروګرام انځورونه په غړي

    You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول رسنيزې خبرتياوې