کلات (پژواک، ١١ وږى ٩٤): د زابل د شينکۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې يوه کس د اقتصادي ستونزو له امله ځانوژنه کړې ده.
چارواکي او د سيمې اوسېدونکي وايي چې دغه کس شاوخوا ۶۵ کاله عمر درلود او ځکه يې ځانوژنه کړې چې د خپلې کورنۍ لپاره يې نفقه نه شوه برابرولاى.
د شينکۍ امنيه قوماندان همايون ګلزار د وږي په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه د يادې ولسوالۍ اړوند د سيوري سيمې په شېرو کلي رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې وژل شوی کس رازمحمد نومېده او په ياد کلي کې يې بزګري کوله.
د نوموړي په وينا، د ياد کس د وژل کېدو په اړه پوليسو پلټنې پيل کړې خو تر دې مهاله يې د پېښې په تړاو څوک نه دي نيولي.
د شېرو کلي يوه اوسېدونکي ابراهيم جان پژواک اژانس ته وويل چې رازمحمد شاوخوا ۶۵ کاله عمر درلود او د خپلې کورنۍ يواځېنی سرپرست و او بزګري يې کوله.
نوموړی زياته کړه چې سږ کال په سيمه کې د وچکالۍ او طبيعي پېښو له امله کرنيز حاصلات له منځه ولاړل او خلک سخت زيانمن شول.
د ده په خبره، رازمحمد په کلي کې شل زره پاکستانۍ کلدارۍ قرضداره و او چې د دغو پيسو د ورکړې توان يې نه درلود نو ځان يې وواژه.
ابراهيم جان وايي، رازمحمد پرون شپه دوه ځلې په کور کې د ځان وژنې هڅه کړې وه خو د کورنۍ د غړو له لوري يې مخه ونيول شوه، خو پرون سهار يې په باغ کې د توت په ونه پورې ځان راځړولی و او کله چې خلک ورخبر شول نو نوموړي ساه ورکړې وه.
د سيوري سيمې يوه بل اوسېدونکي عبدالهادي پژواک اژانس ته وويل چې د ناامنۍ، وچکالۍ او بې روزګارۍ له امله د سيمې ډېرى اوسېدونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، دولت بايد د دغو خلکو ستونزې ته پام وکړي.
د ده په خبره، رازمحمد د خپلې کورنۍ يواځېنی سرپرست و چې ځان يې وواژه خو اوس يې ښځې او ماشومان پر سپين ميدان پاتې دي او بايد دولت او مرستندويې ټولنې يې مرسته وکړي.
نوموړی وايي، د سيمې خلک هم په دغه کار سخت خپه دي.
login or register a new account.