منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۹ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

مسعود: پر پاکستان د نړۍ او سيمې له فشار پرته په هېواد کې سوله ناشونې ده

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۳۶ کتنې

کابل (پژواک، ١٤ وږى ٩٤ ) : د مخکني ولسمشر سلاکار شهزاده مسعود وايي چې د ګاونډيو هېوادونو لاسوهنو او يو شمېر کورنۍ ستونزو د هېواد حالات د خرابۍ لور ته بيولي دي.

نوموړي دغه څرګندونې له پژواک خبر اژانس سره په ‌ځانګړې مرکه کې وکړې.

د مخکني ولسمشر سلاکار شهزاده مسعود وويل چې په هېواد کې نظامي، سياسي او اقتصادي حالات ښه نه دي او زياته يې کړه چې په دې وروستيو کې نا امنيو او جګړو هم زور اخيستى دى.

د هغه په وينا چې د سيمې استخباراتو او د ګاونډيو هېوادونو د بربنډو لاسوهنو له امله د افغانستان حالات ورځ تر بلې خرابېږي.

خو د نوموړي په خبره چې په هېواد کې دننه هم يو شمېر ستونزې شته چې د حالاتو په خرابولو کې يې رول لوبولى دى.

د قومونو او قبايلو په چارو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي سلاکار شهزاده مسعود وايي چې په ملي مسايلو کې هم يو شمېر اختلافات د دې لامل شوي چې د هېواد وضعيت د خرابوالي لور ته بوځي.

هغه د سولې په اړه وايي چې د دې پروسې بنسټ په سمه توګه نه و اېښودل شوى؛ ځکه چې د ده په وينا، هغه خلک چې په رښتينې توګه د سولې لپاره کار کوي او کافي تجربه لري، د سولې په شورا کې يې غړيتوب نه درلود.

د مسعود په وينا، د سولې شورا کومه پايله ورنه کړه او نه يې هم تر اوسه کومه لاسته راوړنه لرلې ده.

نوموړى چې د لوګر جهادي شورا او په دغه ولايت کې د مسعودو او وزيرو قومي شورا مشر هم دى وايي، تر څو چې د سولې لپاره ملي قوي اراده شتون ونه لري او سم کدرونه را وړاندې نه شي، نو سوله ناممکنه ده.

د يادونې ده چې د افغانستان او طالبانو تر منځ د سولې لومړى پړاو خبرې په اسلام اباد کې ترسره شوې، خو د ملا عمر د مړينې تر خبر وروسته دا پروسه ودرېده.

شهزاه مسعود وويل چې د پاکستان په اړه د ولسمشر اشرف غني وروستى دريځ د ټول ملت اواز و چې ده پورته کړ او ملت هم په دې برخه کې د ولسمشر کلک ملاتړ وکړ.

د هغه په وينا، تر څو چې پر پاکستان قوي سيمه ييز او نړيوال فشارونه وارد نه شي، نو دغه هېواد په افغانستان کې له لاسوهنو لاس نه اخلي .

دى وايي چې په دې برخه کې امريکا، چين  ، سعودي عربستان او د امريکا نور نړيوال متحدين مهم رول لوبولى شي.

شهزاده مسعود زياته کړه: ((پاکستان تل دوه مخى سياست پر مخ وړي، دوى له افغانستان څخه ځانګړې غوښتنې لري چې هغه ټول نامشروع او افغانستان ته د منلو وړ نه دي.))

نوموړي د هېواد پر خراب اقتصادي حالت هم اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې اقتصادي ستونزو د دولت نظام ته صدمه رسولې ده.

د هغه په وينا، ولسمشر بايد په دې يوه کال کې ډېرې نړيوالې مرستې راجلب کړې واى، دا کار ونه شو ، دا دى اوس هره ورځ سلګونه کسان د بې کارۍ او خراب اقتصاد له امله له هېواده بهر ځي .

ده زياته کړه چې د افغانيو ارزښت ټيټ او د توکو بيې لوړې شوې دي چې له امله يې د حکومت او ولس تر منځ واټن زيات شوى دى.

د ملي يووالي حکومت ته په اشارې سره شهزاده مسعود وويل چې دا حکومت د خلکو د هيلو په خلاف رامنځته شوى دى.

د شهزاده مسعود په وينا، امريکا او متحدينو يې غوښتل چې په افغانستان کې دا ډول يو کمزورى حکومت رامنځته شي، څو د دوى ګټې په کې خوندي وساتي.

ده زياته کړه: ((ولس د ملي ګټو لپاره دا حکومت ومانه، خو د ملي يووالي حکومت تر اوسه بريالۍ نسخه نه ده ثابته شوې او نه هم د خلکو د درد دوا شو ى دى.))

نوموړي وويل چې اصلي د ملي يووالي حکومت خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې و چې د هېواد ټول قشرونه يې په کې ځاى کړي و.

د هغه په وينا، د کرزي په دوره کې ټول افغانان تر يوه چتر لاندې راټول شوي وو او په حقيقي معنا کې د ملي يووالي حکومت يې رامنځته کړى و.

شهزاده مسعود له حامد کرزي وغوښتل چې په دې نازکو حالاتو کې د شته ستونزو د هوارولو لپاره د يوه ملي مشر په توګه خپل مهم رول ولوبوي.

نوموړي وويل چې هر نظام اپوزېسيون لري، تر څو د حکومت په خرابو کارونو نيوکې او د ښو کارونو ستاينه وکړي.

هغه زياته کړه چې د هېواد د يوه ملي مشر په مشرۍ کې بايد په ريښتيني توګه يو اپوزېسيون جوړ شي، داسې نه وي چې هم حکومتي امتيازات اخلي او هم ځان ته اپوزېسيون ووايي.

شهزاده مسعود وويل چې د قومونو او ولسونو په اتفاق او اتحاد سره په هېواد کې حالات ښه کېداى شي او د افغانستان نجات هم په همدې کې دى.

دى وايي چې د هېواد ملي امنيتي ځواکونه د سولې او امنيت لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې او له هېوادوالو يې وغوښتل چې د خپلو ځواکونو کلک ملاتړ وکړي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست