منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:31 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
دولت او سياستغړي

اروپايي ټولنه د افغان دولت له پرمختګه ملاتړ ته دوام ورکوي

· 2 دقیقې لوستل · 120 کتنې

کابل(پژواک، ١٥ وږى ٩٤): په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي، د (( لوړ پوړو چارواکو)) ناسته کې د افغان دولت له ژمنو ملاتړ اعلان کړ.

 د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي فرانز مايل د (( لوړ پوړو چارواکو)) له ناستې وروسته د اروپايي ټولنې، ناروې هېواد او يوسي کنفدارسيون په استازولۍ له افغان دولت نه ددې ناستې د کوربه توب له امله مننه وکړه او وويل:((دې ناستې ځان بسياينې ته د رسېدو لپاره د افغان دولت پر ګټورو هڅو ټينګار وکړ، دا موضوع زموږ د ملاتړ د دوام لپاره هم کليدي ده.))

 مايکل ميلبڼ افغان دولت په دې وستايه چې ځان د توکيو د ناستې په اډانه کې حساب ورکولو ته ژمن بولي.

هغه وويل چې د افغانستان له خلکو سره د اروپا  پر اوږدمهاله ژمنې د ټينګار په موخه دا ټولنه په راتلونکي کې خپله غونډه د وزيرانو په کچه په بروکسل کې له افغان دولت سره په ګډه جوړوي.

 سفيرمېلبڼ پر دې سربېره زياته کړه:((اوس ددې وخت را رسېدلى چې افغان دولت ژر تر ژره له خبرو عمل ته ولاړ شي او خلکو ته څرګنده کړي چې دولت د ولس په ګټه د اصلاحاتو په پلي کولو کې جدي دى.))

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په خبره، اروپايي ټولنه افغان دولت هڅوي چې د دولت جوړښت بشپړ کړي، پاتې واليان او مرستيال وزيران وټاکي.

هغه ټينګار وکړ چې د اصلاحاتو عملي کول چې افغانستان پر ځان بسياينې ته بيايي، د افغان دولت دوړتيا لپاره له بنسټيزو شرطونو څخه ګڼل کېږي.

 د لوړپوړو چارواکو دويمه نړيواله ناسته يا  (Senior Official Meeting)د ګډې حساب ورکولو «(Self-Reliance through Mutual Accountability Framework)»  د اډانې له لارې تر نوم لاندې تېره ورځ په رسمي ډول د افغانستان دولت د لوړ پوړو چارواکو او د څه باندې ٣٠ هېوادونو او ٤٠ نړيوالو سازمانونو د لوړ پوړو استازو په ګډون د ولسمشر پر وينا پيل شو.

 ولسمشر اشرف غني په دې ناسته کې د حکومت کړنو ته په اشارې سره د هېواد له اوسني وضعيت يو انځور وړاندې کړ او هيله يې څرګنده کړه چې د نړيوالې ټولنې په همکارۍ سره به د افغانستان د( پر ځان بسياينه) پروګرام عملي شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

حميرا اکبر
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست
دولت او سياست

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال نږدې راتلونکي کې کابل ته راځي

دولت او سياست

فضل‌الرحمن: د پاکستان حکومت «جعلي» او د ټاکنیزو درغلیو محصول دی

دولت او سياست

لاوروف: د افغانستان اوسنی حکومت یو واقعیت دی چې باید په پام کې ونیول شي

دولت او سياست

روسيه کې د ا.ا سفیر: پاکستان د افغانستان او سیمې د امنیت لپاره ګواښ دی

دولت او سياست

د ا.ا مشر: د ټولنې د اصلاح او فساد د له منځه تلو لپاره د زده‌ګړو د بهير دوام اړين دی

دولت او سياست

لینډزي: برېتانیا د افغانستان په تړاو د سیمه‌ییزو کړکېچونو د سوله‌ییز حل ملاتړ کوي

دولت او سياست

مجاهد: يوناما نړۍ ته د افغانستان منفي انځور وړاندې کوي؛ دغه چلند يې د بې‌طرفۍ له اصل سره په ټکر کې دی

دولت او سياست

برېتانیا له افغاني سرې میاشتې سره د راستنېدونکو کډوالو او نورو بشري برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه