منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۴ غ.و
۲۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کابل – ګردېز لويه لاره د احتجاج په ډول خلکو د ترافيکو پر مخ تړلې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۸ کتنې

ګردېز (پژواک ١٨ وږى ٩٤): د پکتيا ولايت لسګونو سوداګرو، ولايتي شورا او مدني ټولنو د کابل - ګردېز لويه لاره د احتجاج په ډول له نن سهار راهيسې د ترافيکو پر مخ وتړله.

دوى وايي، د مرکزي دولت يو شمېر ادارې له پکتيا سره تعصب کوي او په بېلابېلو برخو کې ورسره همکاري نه کوي .

د لاريون دغه کسان، چې شمېر درې سوو تنو ته رسېږي، د کابل - ګردېز پر لويه لار د تېرې کنډو په سر کې سره د سهار په اتو بجو راټول شوي او په لويه لار يې کانټينر ايښی او وايي، که دولت يې غوښتنې ونه مني، خپلو لاريونونو ته به دوام ورکړي .

د پکتيا د سوداګرۍ خونې رييس ډاکټر نصير عالم يار پژواک خبري اژانس ته وويل، د دوى بنسټيزې غوښتنې له دولت څخه دادي، چې د ګردېز - پټان لويه لاره دې ترانزيټي کړي، د ايسا زون دفتر، چې خوست ته لېږدول شوی، هغه دې بېرته پکتيا ته راوړي او د صنعتي پارکونو په منظورېدو او جوړېدو کې دې عملي ګام واخلي.

ده زياته کړه، کلونه کلونه وشول، چې دوى له دولت څخه د دې او ځينو نورو غوښتنو د پوره کولو وړانديزونه کړي، خو هېڅ کومې يوې ادارې ورته مثبت ځواب نه دی ويلی.

د هغه په وينا، دا داسې غوښتنې دي، چې په زياته اندازه مالي لګښت ته هم اړتيا نه لري، خو دوی هېڅ نه پوهېږي، چې د دوی دغه غوښتنې ولې څوک نه مني.

د پکتيا يو ه سوداګر حاجي خيال محمد، پژواک اژانس ته وويل، د مرکزي دولت ادارې له پکتيا سره د مور او ميرې چلند کوي او د دوی هېڅ غوښتنو ته مثبت ځواب نه وايي.

د ده په وينا، که چېرې دولت ورته زيات امکانات برابر کړي وای، نو ډېرو سوداګرو به په پکتيا کې پانګه اچولې او نور خلک به هم په کار اخته بوخت وای.

نوموړی وايي، په پکتيا کې صنعتي پارک او برېښنا نشته، د ګردېز - پټان لويه لاره غير رسمي ده، خو د ورځې په سلګونه موټرسوداګريز توکي پرې راوړل کېږي او داسې نورې ستونزې.

له بلې خو د کابل – ګردېز د لويې لارې مسافر وايي، دوی څو ساعته کيږي، چې ځای پر ځای ولاړ دي.

د دې مسافرو له ډلې څخه يې يو تن سيد وزير،چې له خوست څخه کابل ته روان دی، وويل چې په مسافرو کې ناروغان او لرې ځايونو ته تلونکي مسافر دي، چې له زياتو ستونزو سره مخامخ دي.

دی وايي: "مونږ له لاريون کونکو څخه غوښتنه کوو، چې دغه لاره د مسافرو او تلونکو موټرو پرمخ بېرته خلاصه کړي ."

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې