منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۶ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د حرم شريف په پېښه کې ١٠٧ تنه مړه او ٢٣٤ نور ټپيان شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۲ کتنې

کابل (پژواک، ٢١ وږی ۹۴): د سعودي عربستان د مکې ښار په حرم شريف کې د کرېن چپه کېدو په پېښه کې د مړه شوو زايرينو شمېر ١٠٧ کسانو ته ورسېد.

د سعودي عربستان دولتي اژانس (واس) د وږي په ٢١ مه خبر ورکړی چې دا پېښه پرون ماښام مهال په داسې حال کې رامنځته شوې چې په حرم شريف کې د پراختيا لپاره ودانيزې چارې روانې وې.

سرچينې زياته کړې چې پرون په مکه کې د سخت توپان او باران له امله يو (کرېن) پر لمونځ کوونکو رالوېدلى چې د وروستيو معلوماتو له مخې په دې پېښه کې ١٠٧ تنه مړه او ٢٣٤ نور ټپيان شوي دي.

د سرچينې د معلوماتوله مخې، د پېښې پر مهال د حرم شريف په ياده ساحه کې له ٢٥ څخه تر ٣٠ زرو پورې خلک په جومات کې وو.

دمګړۍ د مړو او ټپي شوو حاجيانو هويت نه دی په ډاګه شوی، خو ويل کېږي چې د بېلابېلو هېوادونو وګړي په کې شامل دي.

سعودي عربستان ته د حج د فريضې ادا کولو په موخه تللی د افغانستان د ننګرهار ولايت يوه اوسېدونکي محمدنبي پژواک اژانس ته وويل چې د کرين د غورځېدو پر مهال په حرم شريف کې د خلکو ګڼه ګوڼه زياته وه؛ ځکه ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

هغه زياتوي، دا چې حج ته ورځې لږې پاتې دي، نو د افغانانو په ګډون له نورو هېوادونو هم ګڼ

مسلمانان د حج فريضې ادا کولو په موخه سعودي ته رسېدلي او امکان شته چې ددې پېښې په قربانيانو کې افغانان هم وي.

د ميدان وردګو يوه اوسېدونکي محمدابراهيم ابراهيمي چې دا مهال په مکه مکرمه کې دى او د حج د فريضې لپاره تللى، پژواک ته وويل چې په ياده پېښه کې د لغمان ولايت دوه ښځې چې د حج فريضې لپاره ورغلې، ټپيانې شوې دي.

هغه زياتوي چې د نورو افغانانو په اړه معلومات نه لري.

ابراهيمي وايي چې په مړو او ټپيانو کې هندوستانيان، پاکستانيان ، د بنګله دېش اوسېدونکي او يو شمېر افريقايان شامل دي.

تر اوسه د افغانستان حکومت په رسمي توګه په ياده پېښه کې د افغانانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

د سرچينې د معلوماتوله مخې د پېښې پر مهال د حرم شريف په ياده ساحه کې له ٢٥ څخه تر ٣٠ زرو پورې خلک په جومات کې وو.

دمګړۍ د مړو او ټپي حاجيانو هويت نه دی په ډاګه شوی، خو ويل  کېږي چې د بېلا بېلو هېوادونو وګړي پکې شامل دي.

سعودي عربستان ته دحج د فريضې ادا کولو په موخه  تللی، د افغانستان د ننګرهار ولایت یو تن اوسیدونکي محمد نبي پژواک اژانس ته وویل چې د کرین د غورځیدلو پر مهال په حرم شریف کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وه، ځکه ډیره مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زیاتوي، دا چې حج ته ورځې لږې پاتې دي، نو دافغانانو په ګډون له نورو هیوادونو څخه هم ګڼ شمیر مسلمانان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي ته رسیدلي دي او امکان شته چې ددې پيښې په قربانیانو کې افغانان هم وي.

دميدان وردګو ولايت يو تن اوسېدونکى محمد ابراهيم ابراهيمي چې دا مهال مکه مکرمه کې دى او د حج د فريضى لپاره تللى، پژواک ته وويل چې په ياده پېښه کې دلغمان ولايت دوه اوسېدونکې ښځې چې دحج فريضې لپاره ورغلې، ټپيانې شوې دي.

هغه زياتوي چې د نورو افغانانو په اړه معلومات نه لري.

ابراهيمي وايي چې په مړو او ټپيانو کې هندوستانيان، پاکستانيان ، د بنګله دېش اوسېدونکي او يو شمېر افريقايان شامل  دي.

تر اوسه دافغانستان حکومت په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي چې په دې پيښه کې خو افغانانو ته زیان نه دی اوښتی.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې