منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۸ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د حرم شريف پېښه کې يو افغان مړ او ٢٩ نور ژوبل شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۰ کتنې

کابل (پژواک، ٢١ وږى ٩٤): په حرم شريف کې د کرېن لوېدو په پېښه کې يو افغان وژل شوى او ٢٩ نور ټپيان شوي دي.

د راپورونو له مخې، تېره ورځ ماښام مهال د سخت توپان او تالندې په سبب د حرم شريف په ساحه کې يو کرېنګ راولوېد چې له امله يې د بيت الله شريف ١٠٧ زيارت کوونکي ووژل شول او ٢٣٤ نور ژوبل شول.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري مرستيال داعي الحق عابد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پېښې په قربانيانو کې د کابل ولايت د کلکان ولسوالۍ اوسېدونکى نيازګل هم شامل دى.

نوموړي له جزئياتو رته وويل چې د دې پېښې په ټپيانو کې ٢٩ افغان زيارت کوونکي هم شامل دي.

هغه وويل چې له دې ٢٩ افغانانو يې اتلس په روغتون کې له درملنې وروسته رخصت شوي خو ١١ نور لا هم په روغتون کې بستر دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې