منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۱ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

عربستان له زيان لېدونکو ولايتونو سره د ٢٠٠ ټنه خرما مرسته وکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

کابل (پژواک، ٢٦ وږى ٩٤): سعودي عربستان د زيان ليدونکو ولايتونو له خلکو سره د مرستې لپاره ٢٠٠ ټن خرما د افغانستان د طبيعې پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې په واک کې ورکړې ده.

د يو مليون ډالرو په ارزښت د يادې مرستې د ورکړې هوکړه ليک نن د افغانستان د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې او د سعودي عربستان د شاهي هېواد د سفارت تر منځ په کابل کې لاسليک شو.

د يادې ادارې سرپرست محمد اسلم سياس د سعودي عربستان له مرستې د مننې تر څنګ وويل، ټاکل شوې ياده ٢٠٠ ټن خرما په مرکزي ولايتونو کې ووېشل شي.

نوموړي زياته کړه چې سعودي عربستان د نورو هېوادونو تر څنګ همېشه په طبيعي پېښو کې له زيان لېدونکو افغانانو سره مرسته کړې ده.

سياس د دې خبرې په څرګندولو سره چې افغانان د طبيعي او غيرطبيعي پېښو له زيانونو رنځيږي، له سعودي عربستان وغوښتل چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

کابل کې د سعودي عربستان سفير مشاري الحربي وويل، چې سعودي عربستان ٢٠٠ ټن خرما چې ټول ارزښت يې له يو مليون امريکايي ډالرو اوړي، د ډالۍ په ډول له افغانانو سره مرسته کوي.

د هغه په وينا، دغه مرسته د افغانانو اړتياو ته په پام سره په ځپل شويو سيمو کې وېشل کېږي او دغه مرستې به په راتلونکي کې دوام ومومي او دا هغه څه دي، چې د سعودي دولت ورته ژمن دى.

د سعودي عربستان دغه مرسته نن په داسې حال کې له طبيعي پېښو سره د چمتووالي له ملي ادارې سره وشوه، چې دغه هېواد له ٢٠٠١ زېږديز کال راهيسې، د پوهنې، روغتيا، له جوماتو او روغتيايي توکو د مرستې په برخو کې له ٣٠ مليون ډالرو زياته بلاعوضه مرسته کړې ده.

دغه راز د ياد هېواد سفير دوه ورځې وړاندې، له افغانستان سره د پراختيايي چارو په برخه کې د ١٩ مليون ډالرو مرستې اعلان هم کړى دى.

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې