ايبک ( پژواک، ٣٠ وږى ٩٤): د سمنګانو په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله د يو پوليس اود بلخ د ټاکنو کمېسيون د يو غړي په ګډون ٧ تنه ټپيان شول.
د سمنګانو د ترافيکو مديريت د حادثاتو امر څارمن عبدالرزاق پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې يو دولتي هايلکس موټر له يوې شخصي سراچه ډوله موټر سره د يادې ولسوالۍ په شورپل سيمه کې تکر وکړ.
د هغه په وينا،په دې پېښه کې د سراچه موټر له سپرليو څخه درې تنه لويان نارينه او په هايلکس موټر کې موټرچلوونکى، يو پوليس او د بلخ د ټاکنو خپلواک کمېسيون يو غړى ټپيان شوي دي.
ده ونه ويل چې د بلخ د ټاکنو کمېسيون کوم غړى ټپي شوى دى.
ټپيان د سمنګانو ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د دې روغتون نوکريوال ډاکټر شمس الله عالمي د جزيياتو له ورکولو پرته وويل ،چې له ټپيانو څخه د څلورو تنو روغتيايي حالت نازک دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










