منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۸ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

قلم الدين : د سياف د څرګندونو په اړه څه نه وايم، مطبوعاتي جنګ نه غواړم

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۳ کتنې

کابل( پژواک ۳۱ وږي ۹۴): د حرکت انقلاب اسلامي مشر مولوي قلم الدين وايي، د افغانستان مشران بايد د يو او بل له تخريب نه لاس په سر او په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره په متحدانه ډول کار وکړي.

د حرکت انقلاب اسلامي د ګوند مشر مولوي قلم الدين پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې ته وويل،  تر هر څه لومړی؛ افغانستان په اوسني وضعيت کې د سولې ټينګښت ته اړتيا لري او ټول هېوادوال په ځانګړي ډول قومي او ګوندي  مشران بايد په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره په ګډه کار وکړي.

مولوي قلم الدي وايي:"افغانستان په ډېر بد وضعيت کې قرار لري، د دې پر ځای چې يو او بل سره تخريب کړو ښه به دا وي چې ټول په متحدانه ډول د سولې د ټينګښت لپاره کار وکړو."

مولوي قلم الدين له پژواک سره د مرکې پرمهال داستاد سياف د وروستيو څرګندونو په اړه له څه ويلو ډډه وکړه خو تردې څو ورځې وړاندې يې له يوه خصوصي تلوېزيون سره په مرکه ويلي وو:" هغه وخت هم که ملامحمدعمر د هغه لاس ته ورغلی وای او اوس يې که هم په لاس ورشي، سر يې پرې کوي؛ او که دی هم د هغوی لاسته ورشي، د ده سر هم پرې کوي، په دې کې شک هم نشته. دا نه شم ويلى چې طالب د سياف سر پرې کوي او سياف د طالب سر نه پرې کوي دا خو په مابين کې جنګ دی او په جنګ کې حلوا نه ويشل کيږي. "

په ټولنيزو رسنيو کې د يادو څرګندونو په دغه ويډيو کې قلم الدين له جزيياتو پرته زياتوي :" ملت ملامت نه دی د ملت سر مه پرې کوه، خپل سر دې پرې کړه، هو له نفاقه لاس واخله."

خو د دعوت اسلامي ګوند مشر عبدرب الرسول سياف بيا د استاد رباني د څلورم تلين په نمانځغونډه کې وويل چې ځينې کسان په حکومت کې د ننه  غواړي حکومت له منځه ونړوي.

سياف ويلي و:"يو مزدور چې همدلته زموږ تر پوستين لاندې ځای لري، ويډيو يې ماسره شته، په يوه تهکاوۍ کې ناست ده او مرکه کوي او دومره بې عقل ده چې فکر کوي که په تهکاوۍ کې مرکه وکړې نو بهر خلک نه ورباندې خبريږي. ده په خپله مصاحبه کې ويلي چې سياف خو د ملاعمر غاړه ورپرې نه کړه ، که د طالبانو لاس بر شي او بيا يې ورسره انشالله هم ويلي، چې انشالله د سياف غاړه به ور پرې کړي."

هغه د چا نوم نه اخلي خو وايي چې دا سړی لس کاله کيږي چې دوه زره ډالره معاش هم اخلي، همدلته ژوند هم کوي او په مجالسو کې هم اکثرا په دويم  يا درېيم صف کې ناست وي.

سياف زياتوي:"وهلکه ما خو د پيغمبر حديث بيان کړی، خبره مې واضح ده نر غوندې ښکاره خبرې کوم او همدلته ولاړ هم يم، منافق خو ته يې چې دانه دلته خورې، کُټ، کُټ دلته کوې او هګۍ د ای ايس ای په خس خونه کې اچوې."

خو مولوي قلم الدين په دې اړه وويل:"زه د استاد سياف له خبرو، له هغې غونډې سره هېڅ تماس نه نيسم او په دې اړه هېڅ هم نه وايم، نه غواړم مطبوعاتي جنګ رامنځته شي."

هغه زياتوي، افغانستان تېرو دېرش کلنو جګړو ډېر ځپلی او اړينه ده چې ټول هېوادوال په افغانستان کې د سولې د ټينګښت  لپاره ډېرې هڅې وکړي.

ده د پنځم ستون  يا هغو کسانو په اړه چې په نظام کې شتون لري او د نظام د تضعيف لپاره هڅې کوي، وويل :"زه اصلا ستون پنجم يا پنځم ستون نه پېژنم، نو هر کله چې زه دغه ستون وپېژنم  بيا به يې په اړه څرګندونې وکړم او شتون به يې رد او يا تاييد کړم."

دى وايي، چې په نظام کې د پنځم ستون دشتون او يا دې ته ورته څرګندونې  نه يواځې د هېواد په ګټه نه دي ، بلکې په حکومت کې دننه اختلافات او بې باورۍ رامنځته کوي.

هغه وويل چې حکومت بايد په دې اړه څېړنې وکړي او که شتون ولري مخه يې ونيسي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د ملي شورا يو شمېر غړي او ځينې نور سياستوال په نظام کې د پنځم ستون خبرې کوي. 

قلم الدين چې د سولې عالي شورا غړى دى، وايي هيله من دى چې افغان حکومت او طالبانو تر منځ به سوله وشي، خو د دې کار لپاره اړينه ده چې امريکا پر پاکستان د مرستو د بندولو له لارې اړ کړي چې طالبان سولې ته چمتو کړي.

دغه راز ده وويل چې په دې برخه کې چين، سعودي عربستان، قطر او ترکيه هم بايد پر پاکستان فشار راوړي.

دى وايي چې د سولې شورا ډېرې لاسته راوړنې لري او د همدې شورا د هڅو په پايله کې د طالبانو ګڼ شمېر  زندانيان د ګوانتانامو او بګرام له زندانونو خوشې شوي او ګڼ شمېر نور طالبان د امريکا له تور لېست نه ايستل شوي دي.

دغه راز ده وويل چې د دې شورا د هڅو په پايله کې ډېر وسله وال طالبان د سولې له پروسې سره ملګري شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست