منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۷ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ښایي د منی په پيښه کې یو افغان حاجي ټپي شوی وي

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۲ کتنې

کابل (پژواک،٣تله٩٤): د حج دمراسمو پر مهال د مړو شویو یو شمیر حاجیانو هویتونه په ډاګه شوي، خو کیدای شي یواځې یو افغان په  دې پيښه کې ټپي شوی وي.

د سعودي عربستان حکومت پرون  اعلان وکړ چې  په منی کې دشیطانانو دویشتلو پرمهال د ګډوډیو له امله ۷۱۷ حاجیان مړه او ۸۶۳ ټپیان شوي دي.

مسلمانانو وړمه ورځ د حج لوی رکن (وقوف عرفه) ادا کړ، شپه یې مزدلفه وکړه او پرون سهار بیرته منی ته د شیطانانو د ویشتلو لپاره ورغلي وو.

د سعودي عربستان دولتي اژانس (واس) د تلې په ۲مه، ددغه هیواد د ملکي دفاع ادارې د چارواکو په حواله خبر ورکړ،چې په منی کې حاجیانو له لارښوونو سرغړونه کړې چې له امله یې ګډوډي رامنځته شوې او حاجیان یو د بل تر پښو لاندې شول.

نن سهار د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزير فيض محمد عثمانى ويلي وو، چې کیدای شي په مکه مکرمه کې د جمرو یا د شیطان د څلیو د ویشتلو په مراسمو کې په مړو او ټپي حاجیانو کې ښايي پنځه یا شپږ تنه افغانان هم شامل وي.

هغه هیله من و چې د جمرو د ویشتلو په پېښه کې به ډېر افغانان نه وي زیانمن شوي؛ ځکه د پېښې قربانیان په موټرو کې سیمې ته تللي وو؛ په داسې حال کې چې تقریباً ټول افغان حاجیان په اورګاډي کې هغه ځای ته ورځي.

په سعودى عربستان کې د افغانستان دحج د پلاوي يو غړي د نوم د نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې له يادې پېښې وروسته پنځه شپږ تنه افغانان لا درکه شوي وو.

هغه زياته کړه : ((د شيطانانو له ويشتلو وروسته څو تنه افغانان لا درکه شوي دي، ډير افغانان دلته نا بلده دي نو کله نا کله داسې پېښې رامنځته کيږي.))

ده وويل چې د حج پلاوي، د لا درکه شويو کسانو د پيدا کولو کميسيون ته دنده سپارلى ترڅو لادرکه افغانان بيرته پيدا کړي.

یادې سرچینې نن ناوخته پژواک ته وویل چې نادرکه افغان حاجیان پیدا شوي او یواځې یو تن کیدای شي په  ټپیانو کې وي.

ده زیاته کړه : (( زموږ پلاوی پر روغتونونو ګرځي، خو هلته سخت امنیتي تدابیر نیول شوي، څوک نه پریږدي.

که څه هم تر اوسه دسعودي عربستان حکومت په رسمي توګه د مړو شویو او ټپیانو هویت نه دی په ډاګه کړی، خو یو شمیر هیوادونو د خپلو هغو هیوادوالو لست خپور کړی چې په یاده پيښه کې مړه او یاهم ټپي شوی دي.

د راپورونو له مخې په دې پيښه کې د ایران ۱۳۱، د مراکش ۸۷ ، هندوستان ۱۴، پاکستان ۷، صومالیه، سینیګال ۵، مصر ۱۴،تنزانیه ۴، الجزایر۳، کینیا ۳ او داندونیزیا هم ۳ تنه مړه شوي دي.

د پاکستان د حج وزارت ویلي چې په دې پيښه کې یې ۱۳ حاجیان ټپي او ۳۱۳ نور نادرکه شوي دي.

په سعودي عربستان کې یو تن افغان حاجي محمد نبي پژواک ته وویل چې په منی کې د شیطانانو د ویشتلو لپاره منظم پلان جوړ شوی، خوافریقایي حاجیان د ننوتلو د لارې پر ځای د بهر وتلو پردروازه راننوتلي وو، چې له امله یې ګډوډي او یاده پيښه رامنځته شوه.

د سعودي عربستان بادشاه شاه سلمان چې پخپله یې له منی څخه لیدنې کړې، دیادې پيښې د تحقیقاتو او حاجیانو د لازمو اسانتیاوو برابرولو حکم کړی دی.

بلخوا ایران پر سعودي کلکې نیوکې کړې چې د حج په سم تنظیم کې پاتې راغلی دی، ویل کیږي چې په ایران کې نن دسعودي پر ضد لاریونونو شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې