کابل ( پژواک، ۴ تله ۹۴) :د افغانستان د حج ارشاد او اوقافو وزارت اعلان کړی چې د منی د پيښې په مړو شویو حاجیانو کې د دوو افغانانو مړینه تایید شوې ده.
د لوی اختر په لومړۍ ورځ ( دتلې په ۲مه) سهار مهال کله چې حاجیانو د شیطانانو ویشتلو ساحې ته ورغلل، نو په سیمه کې ګډوډي رامنځته شول او حاجیان یو پر بل پریوتل او ډیری تر پښو لاندې شول.
د سعودي عربستان دولتي اژانس (واس) د تلې په ۲مه، ددغه هیواد د ملکي دفاع ادارې د چارواکو په حواله خبر ورکړ،چې په منی کې حاجیانو له لارښوونو سرغړونه کړې چې له امله یې ګډوډي رامنځته شوې او حاجیان یو د بل تر پښو لاندې شول.
د پيښې په لومړۍ ورځ سعودي عربستان اعلان کړی و، چې په دې پيښه کې ۷۱۷ حاجیان مړه او ۸۶۳ نور ټپیان شوي دي.
خو نن د تلې په ۴مه، د سعودي عربستان حکومت اعلان کړی چې په دې پيښه کې د مړو شویو حاجیانو شمیره ۷۶۹ تنو ته رسیدلې.
د سعودي د عامې روغتیا وزیر خالد الفالح په یوه خبري کانفرانس کې وویل چې په دې پيښه کې ۹۳۴ کسان ژوبل شوي دي.
دافغانستان د حج ارشاد او اوقافو وزارت مرستیال داعي الحق عابد د تلې په ۴مه، چې په مکه کې ددوی پلاوی نن وکولی شو چې د دوو مړو شویو افغانانو په اړه معلومات ترلاسه کړي.
هغه زیاته کړې چې دا مور او زوی د فاریاب ولایت اوسیدونکي دي او د منی په پيښه کې مړه شوي دي.
د عابد په وینا، اوس هم شپږ تنه افغانان تر یادې پيښې وروسته نادرکه دي او دوی هڅه کوي چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې يې په اړه معلومات ترلاسه کړي.
که څه هم د سعودي عربستان حکومت تر اوسه د مړو شویو او ټپیانو هویت نه دی په ډاګه کړی، خو یو شمیر هیوادونو د خپلو هغو وګړو لستونه خپاره کړي چې په یاده پيښه کې مړه او یا هم ټپي شوي دي.
د راپورونو له مخې په دې پيښه کې د ایران ۱۳۱، د مراکش ۸۷ ، هندوستان ۱۴، پاکستان ۱۱، صومالیه، سینیګال ۵، مصر ۱۴،تنزانیه ۴، الجزایر۳، کینیا ۳ او داندونیزیا هم ۳ تنه مړه شوي دي.
بلخوا د سعودي عربستان ستر مفتي شیخ عبدالعزیز ویلي چې د دا ډول پيښو مخنیوی د انسان له وس څخه بهر کار دی او زیاته کړې چې د سعودي عربستان مرستیال صدر اعظم او د حج د کمیټې مسوول شهزاده محمد بن نایف ددې پيښې مسوول نه دی.
ایران د یادې پيښې مسوولیت پر سعودي حکومت اچولی او د ایران په یو شمیر ښارونو د سعودي پر ضد لاریونونه هم شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










