منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۳ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د منی پيښه کې د مړو شویو حاجیانو شمیره ۷۶۹ تنو ته ورسیده

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

کابل ( پژواک، ۴ تله ۹۴) : د سعودي عربستان حکومت اعلان کړی چې د منی په پيښه کې د مړو شویو حاجیانو شمیره ۷۶۹ تنو ته رسیدلې او ۹۳۴ نور ژوبل شوي دي.

د لوی اختر په لومړۍ ورځ ( دتلې په ۲مه) سهار مهال کله چې حاجیانو د شیطانانو ویشتلو ساحې ته ورغلل، نو په سیمه کې ګډوډي رامنځته شول او حاجیان یو پر بل پریوتل او ډیری  تر پښو لاندې شول.

د سعودي عربستان دولتي اژانس (واس) د تلې په ۲مه، ددغه هیواد د ملکي دفاع ادارې د چارواکو په حواله خبر ورکړ،چې په منی کې حاجیانو له لارښوونو سرغړونه کړې چې له امله یې ګډوډي رامنځته شوې او حاجیان یو د بل تر پښو لاندې شول.

د پيښې په لومړۍ ورځ سعودي عربستان اعلان کړی و، چې په دې پيښه کې ۷۱۷ حاجیان مړه او ۸۶۳ نور ټپیان شوي دي.

خو نن د تلې په ۴مه، د سعودي عربستان حکومت اعلان کړی چې په دې پيښه کې د مړو شویو حاجیانو شمیره ۷۶۹ تنو ته رسیدلې.

د سعودي د عامې روغتیا وزیر خالد الفالح په یوه خبري کانفرانس کې وویل چې په دې پيښه کې ۹۳۴ کسان ژوبل شوي دي.

که څه هم د سعودي عربستان حکومت تر اوسه د مړو شویو او ټپیانو هویت نه دی په ډاګه کړی، خو یو شمیر هیوادونو د خپلو هغو وګړو لستونه خپاره کړي چې په یاده پيښه کې مړه او یا هم ټپي شوي دي.

د راپورونو له مخې په دې پيښه کې د ایران ۱۳۱، د مراکش ۸۷ ، هندوستان ۱۴، پاکستان ۱۱، صومالیه، سینیګال ۵، مصر ۱۴،تنزانیه ۴، الجزایر۳، کینیا ۳ او داندونیزیا هم ۳ تنه مړه شوي دي.

بلخوا د سعودي عربستان ستر مفتي شیخ عبدالعزیز ویلي چې د دا ډول پيښو مخنیوی د انسان له وس څخه بهر کار دی او زیاته کړې چې د سعودي عربستان مرستیال صدر اعظم او د حج د کمیټې مسوول شهزاده محمد بن نایف ددې پيښې مسوول نه دی.

ایران د یادې پيښې مسوولیت پر سعودي حکومت اچولی او د ایران په یو شمیر ښارونو د سعودي پر ضد لاریونونه هم شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې