کابل ( پژواک، ٥ تله ٩٤): د ارشاد،حج او اوقافو وزارت وايي چې د حج په مراسمو کې ټولټال ٢٢ افغان زيارت کوونکي وژل شوي او ښايي شپږ افغانان چې لادرکه دي، هم وژل شوي وي.
ددې وزارت په وينا، تر اوسه د حج په مراسمو کې ١٠ کسان په طبيعى مرګ، ١٠ کسان د کرن راپرېوتو له کبله او په دې وروستيو کې يو نارينه او يوه ښځه د ( جمرې) مراسمو د ادا کولو پرمهال تلف شوي دي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت رييس فيض محمد مختار پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کرن غورځېدو په پېښه کې ٤٢ افغان زيارت کوونکي ټپيان شوي او د نهو ژوبل کسانو څخه پرته، نور ټول له روغتون څخه رخصت شوي ، د يادو ٩ کسانو روغتيايي حالت د حج په ورځو کې ښه و،چې د عربستان چارواکو له لوري منا او عرفات ته وړل شوي وو او هغوى هم د حج مراسم ترسره کړل.
مختار زياته کړه چې د جمرات ( دشيطان وېشتلو) په پېښه کې يو افغان نارينه او يوه ښځه وژل شوي او شپږ نور ورک دي چې ښايي هغوى هم وژل شوي وي.
د لوى اختر په لومړۍ ورځ کله چې زيارت کوونکي د شيطان وېشتلوسيمې ته ورسېدل، ګڼه ګوڼه جوړه شوه او يو شمېر حاجيان تر پښو لاندې شول.
سعودي اعلان کړى چې په دې پېښه کې ٧٦٩ زيارت کوونکي وژل شوي او ٩٣٤ نور ټپيان دي ، ډيرى دا زيارت کوونکي په ترتيب د ايران، مراکش او هندوستان وګړي دي.
د ارشاد،حج او اوقافو د حج رييس وايي چې سعودي د وژل شوو زيارتکوونکو نومونه اعلان کړي دي چې هېڅ يو افغان په کې شتون نه لري.
هغه وويل : " له کوم لوري چې حاجيانو شيطانان وېشتل او بايد وتلي واى، بند شول او داسې ځاى ته ورسېدل چې له دواړو لورو کسان راتلل له يوې خوا توده هوا وه او له بل پلوه د هغو کسانو عمرونه چې لوړ وو په ګڼه ګوڼه کې تلف شول."
د يادونې ده، چې په ١٩٩٠ کال کې د مينا سيمې په يو تونل کې د هوا کمښت له امله نږدې ١٥٠٠ او په ٢٠٠٦ کال کې په همدې سيمه کې د شيطان ويشتلو پرمهال ٣٥٠٠ حاجيانو خپل ژوند له لاسه ورکړى وو.
د سږ کال حج په مراسمو کې له ټولۍ نړۍ څخه، د ٢٤ زرو افغانانو په ګډون، کابو دوه نيم ميليونو حاجيانو ګډون کړى وو.
د ارشاد، حج او اوقافو د حج رييس وايي، چې د حاجيانو د بېرته راستنيدو بهير د سه شنبې( دتلې اوومه) پيل کېږي او هغه تړون چې له اريانا هوايي شرکت سره شوى ، په لومړي پرواز کې به ٥٨٠ حاجيان کابل ته راولېږدول شي.
نوموړى زياتوي، اټکل کېږي چې حاجيان په راتلونکو ٢٦ ورځو کې ، کابل، لوګر، پکتيا، پروان،دايکنډي او په څلورو زونونو کې بلخ، کندهار،هرات او کابل ته ولېږدول شي، د هرات پر هوايي ډګر د بيارغونې کار جريان لري او ښايي حاجيان کوم بل هوايي ډګر ته انتقال شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










