منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۳ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په دايکنډي کې د يوې زندۍ شوې ښځې مړى موندل شوى

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

باميان (پژواک، ٦ تله ٩٤): په دايکنډي ولايت کې يوه مېرمن چې له خپل ملګري سره يې په مينه واده کړى و، په مرموز ډول وژل شوې او يو لامل يې هم د حقوقي قضيې نه څېړل ښودل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي چې دې ځوانې مېرمنې تېر کال له يوه هلک سره د مينې تار غځولى و او له نکاح وروسته يې په خدير ولسوالۍ کې د خپل خاوند په کور کې ژوند کاوو.

د دوى په خبره، له دې مېرمنې يو ماشوم پيدا شوى، خو خاوند يې ويل چې دا ماشوم له ده نه دى پيدا شوى، د ښځې او خاوند تر منځ اختلافات ورځ تر بلې زياتېدل او قضيه يې عدلي او قضايي ارګانونو ته رسېدلې وه.

د خدير ولسوال عبدالقادر حيدري وايي چې د دوى له کورنيو ستونزو يو کال تېرېده، تر دې چې مېرمنې يې تېره ورځ ولسوالۍ ته مراجعه وکړه، د خپل خاوند له ګواښونو يې شکايت وکړ او قضيه يې يو ځل بيا څارنوالۍ ته راجع شوه.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر مازديګر دا مېرمن د خپل خاوند کور ته ستنه شوه او وروسته يې مړى په خپل کور کې په ځړول شوي حالت کې وموندل شو.

ولسوال زياته کړه: ((لا هم څرګنده نه ده چې نوموړې خپلو خسرخېلو له خوا وژل شوې او که يې ځان وژنه کړې ده.))

د سرچينې په خبره، شونې ده چې د زندۍ کولو يو لامل به يې هم د مېرمنې قضيه وي چې له تېر يوه کال راهيسې په څارنوالۍ کې پرته ده او تر اوسه يې په اړه چا عدالت نه دى کړى.

حيدري وويل چې د ښځې خاوند په کور کې نه و او ايران ته د کار لپاره تللى، خو د وژنې انګېزه به يې د خدير ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د جنايي امريت له بشپړې څېړنې وروسته څرګنده شي.

هغه وويل چې دا په روان کال کې په دايکنډي ولايت کې د ځان وژنې او وژنو دريمه پېښه ده. تر دې وړاندې هم په دغه ولايت کې يوه هلک او نجلۍ د کورني تاوتريخوالي له امله ځانونه ووژل.

دا په داسې حال کې ده چې د همدغه ولايت د ګېزاب ولسوالۍ د بيري سيمې څخه د يوه هلک او نجلۍ تېښته، د دواړو کورنيو تر منځ د اختلاف سبب شوه او ستونزه تر دې کچې لويه شوه چې د نجلۍ خوا د مقابل لوري اته کسه برمته کړل چې له منځه يې يوې ښځې سا ورکړې.

دغه هلک درى مياشتې وړاندې له ګاوڼد کلي د واده په نيت يوه نجلۍ تښتولې او تر اوسه څرګنده نه ده چې چېرې ژوند کوي.

د دايکنډي د ښځو چارو رياست شمېرې ښيي چې د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کې يې د نجونو د تېښتې ٤٠ پېښې ثبت کړې چې د تېر کال د ورته وخت په نسبت ١٥ سلنه زياتوالى ښيي.

د دايکنډي د ښځو چارې مشرې ذکيې رضايي وويل: ((د واده له نيت له کوره د نجونو تېښته په يوه دود اوښتې او ډېر کم داسې وادونه به پيدا کړو چې په نورمال ډول دې شوي وي.))

په دايکنډي کې د بشري  حقونو د خپلواک کمېسيون مشر جواد دادګر هم وويل چې د روان کال په پنځو مياشتو کې ١٣ نجونې د واده په نيت تښتېدلې او په ډېرو مواردو کې له کوره د نجونو تېښته د هلک د کورنۍ له خوا د تاوتريخوالي سبب شوې او حتى خبره طلاق او ځان وژنې ته رسېدلې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې