منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۴ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د چک ولسوال له اوو تنو سره په يوه ترافيکي پېښه کې ټپي شو

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۰۳ کتنې

ميدان ښار(پژواک،٩تله ٩٤): د میدان وردګو ولایت اړوند د کابل ـ غزني پر لویه لاره د یوې ترافیکې پېښې له امله د چک د ولسوال په ګډون نهه تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوږياڼي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن د تلې په ۹مه مازیګر ناوخته شاوخوا پنځه بجې د درانې په سيمه کې د ډاډسن او ټونس موټرو د جنګيدو له امله را منځته شوه.

ده وويل چې په دې پېښه کې یوه میرمن مړه او د چک د ولسوال محمد هاشم په ګډون اته تنه نور ټپیان شوي چې د دوه تنو روغتیایي وضعیت هم د اندېښنې وړ دی .

نوموړى زياتوي چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته ټپيان د میدان وردګو مرکزي روغتون ته د درملنې په موخه لیږدول شوي دي .

ده د په وينا چې د چک ولسوال روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی خو ددرملنې په موخه کابل ته استول شوى دى .

د میدان وردګو والي حیات الله حیات په یاده پېښه خواشیني ښودلې ده.

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې