تالقان (پژواک، ١٦ تله ٩٤): د تخار والي وايي، که د کندوز له بې ځايه شوو زرګونو کورنيو سره اړينې مرستې ونه شي، بشري ناروين به رامنځته شي.
له کندوزه تخار ولايت ته شاوخوا اووه زره کورنۍ ګډوالې شوې چې د خوراک او سرپناه په برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د کندوز پر مرکز د وسله والو طالبانو د وروستيو بريدونو له امله زرګونه کورنۍ بې ځايه شوې او ډېرو ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د تخار سرپرست والي عبداللطیف ابراهیمي د تلې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له کندوزه دغه ولايت ته ٧ زره کورنۍ ګډوالې شوې دي.
ده وويل چې د يادو کورنيو شمېر به تر دې هم ډېر وي خو له دوى سره يواځې ٧ زره کورنۍ راجستر شوې دي او دغه شمېره هره ورځ مخ په ډېرېدو ده.
هغه وويل: ((که له کډوالو سره اړينې مرستې ونه شي، انساني غميزه به رامنځته شي.))
ابراهیمي وايي چې د دوی مرستندويې ډلې د ورځې او شپې له مخې په ښار او کوڅو کې ګرځي را ګرځي تر څو کډوال پيدا او په خوندي ساحو کې يې ځاى پر ځاى کړي.
ابراهيمي سره له دې چې وايي، د حکومتي ارګانونو له لوري درى وخته کډوالو کورنيو ته پاخه خواړه ورکول کېږي خو زياتوي چې دغه مرستې ورته بسنه نه کوي.
يو شمېر ګډوال بيا وايي چې د خوراکي توکو او سرپناه په برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د دغو ګډوالو له ډلې نورالحق پژواک ته وويل چې د ترافيکو مديريت او پوليسو خلکو ته خېمې ورکړې، خو ځينو ته بيا خېمې هم نه دې رسېدلې او په ازاده فضا کې ژوند کوي.
ده زياته کړه: ((په وچ ډاګ کې یې کېنولي یو، نه اوبه شته، نه ډوډۍ او نه هم خېمې او نور څه، تر پښو لاندې مو یوه لوېشت خاوره ده، د شپې مو ساړه کېږي او د ورځې مو ګرمي، په دغه کمپ کې لازمې اسانتياوې نشته.))
د نورالحق په وينا، که پر وخت له خلکو سره اړينې مرستې ونه شي امکان لري ډېر کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي.
دغه راز د دغو ګډوالو له ډلې محمدعظيم هم پژواک ته وويل: ((دلته کمپ کې پراته يو، کله ډوډۍ خورو او کله يې نه خورو، په ډېر مشکل کې يو، سمه سرپناه هم نه لرو.))
ده له حکومت او مرستندويه ادارو غوښتنه وکړه چې د کندوز له بې ځايه شوو کورنيو سره اړينې مرستې وکړي.
خو په تخار ولايت کې د سرې مياشتې اداره وايي چې له يو شمېر کورنيو سره يې اړينې مرستې کړې دي.
د دې ادارې د عامه اړیکو مشر شاهپور بختیار پژواک ته وويل چې سرې مياشتې يو شمېر کورنيو ته خېمې، خوراکي توکي او لوښي ورکړي دي.
بلخوا په تخار ولايت کې د کډوالو د ارزونې او مرستې کمېټې مشر امام حيدر نيازي پژواک ته وويل چې د کډوالو لپاره په سپين زر شرکت او بيش باتر سيمه کې دوه کمپونه جوړ شوي دي.
خو نيازى وايي چې تر اوسه دوى په يادو کمپونو کې ٧٥٠ کورنۍ ځاى پر ځاى کړې دي او د نورو ځاى پر ځاى کولو لړۍ روانه ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، په هره کورنۍ کې له دريو تر پنځو کسانو ژوند کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د تخار تر څنګ بلخ، بغلان، بدخشان او ځينو نورو ولايتونو ته هم د کندوز زرګونه کورنۍ کډوالې شوې دي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










