منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۱ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ترافيکي پېښه کې ١٣ تنه ټپيان شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۵ کتنې

ميدانښار (پژواک، ١٩ تله ٩٤): د کابل- کندهار پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٣ تنه ټپيان شوي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د تلې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن د دغه ولايت د سيداباد ولسوالۍ اړوند د شېرازي بابا په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، يو ټونس موټر چې له کابل څخه د غزني پر لوري روان و، له مخامخ روان کرولا موټر سره ټکر کړى دى.

د خوږياڼي په وينا، په دې پېښه کې له دواړو موټرو د پنځو مېرمنو او دوو ماشومانو په ګډون ١٣ تنه ټپيان شوي دي.

دى وايي چې د پېښې ټول ټپيان د ولايت د مرکز ميدانښار روغتون ته د امبولانسونو په وسيله لېږدول شوي چې تر لومړنۍ درملنې وروسته ۴ تنه چې روغتيايي وضعيت يې د اندېښنې وړ وو، مرکز کابل ته ولېږدول شول .

د والي وياند وايي چې ياده پېښه د موټر چلوونکو د ګړندي تګ او بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې