منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۶ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ميوند کې ١١ کسان وژل شوي او ٦ نور ټپيان دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

کندهار (پژواک، ١٩ تله ٩٤ ) : د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ٦ تنه ټپيان شوي، بلخوا په همدې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ١١ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

ترافيکي پېښه نن غرمه د يادې ولسوالۍ په چهار انتن سيمه کې شوې ده.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني پژواک خبري اژانس ته وويل، يو ټونس موټر او يو زرنج موټرسايکل چې په دواړو کې ملکي وګړي سپاره وو، د بې احتياطۍ له امله ټکر شوي دي.

هغه زياته کړه، په دې پېښه کې شپږ تنه چې دوه مېرمنې، يو ماشوم او درې نارينه دي، ټپيان شوي چې د ځينو ټپونه ژور دي.

دى وايي، د پېښې ټپيان سمدستي روغتون ته رسول شوي او د ټونس موټر چلوونکى د ترافيک پوليسو له خوا نيول شوى او پلټنې ورڅخه پيل شوې دي.

بلخوا د ميوند ولسوالۍ په سوربغل سيمه کې وسله والو مخالفينو د امنيتي ځواکونو پر پوستو وسله وال بريدونه کړي او د دواړو لورو تر منځ په جګړه کې ١١ وسله وال وژل شوي دي.

د امنيې قومندانۍ وياند ضيا درانى وايي، لومړى يوې ډلې وسله والو پر امنيتي پوستو بريد وکړ چې د امنيتي ځواکونو له ټينګ مقاومت سره مخ شول.

دى وايي، وروسته په همدې سيمه کې عمليات وشول چې په پايله کې يې ٨ وسله وال ووژل شول، خو وروسته پر دريو تنو نورو وسله والو چې په يوه سراچه موټر کې يې دغه جسدونه لېږدول، د ماين چاودنه شوې او درې واړه په کې وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، ماين په خپله د وسله والو مخالفينو له خوا ځاى پر ځاى شوى و.

د دې پېښې په اړه تر دې مهاله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې له تېرو څو ورځو راهيسې د ميوند له سور بغل سيمې څخه پر امنيتي پوستو د بريدونو خبرونه ورکول کېږي.

تېره ورځ هم په دې سيمه کې يو شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې